ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اچين کې د داعش يوه ديجتلي دستګاه ويجاړه او ٢٨ وسله وال يې وژل شوي

اچين کې د داعش يوه ديجتلي دستګاه ويجاړه او ٢٨ وسله وال يې وژل شوي

author avatar
5 Nov 2015 - 10:23
اچين کې د داعش يوه ديجتلي دستګاه ويجاړه او ٢٨ وسله وال يې وژل شوي
author avatar
5 Nov 2015 - 10:23

جلال اباد (پژواک، ١٤ لړم ٩٤): چارواکي وايي چې د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د ګډو کومانډو ځواکونو په عملياتو کې د داعش وسله والو يوه مجهزه ديجتلي دستګاه او ٢٨ وسله وال له منځه وړل شوي دي.

د  اچين ولسوال حاجي غالب مجاهد د لړم په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات وړمه شپه پيل او تېره شپه  لس بجې پاى ته ورسېدل.

دى وايي چې په دې ځمکنيو او هوايي عملياتو کې افغان کومانډو او ځانګړو امريکايي ځواکونو برخه اخيستې وه.

د ولسوال په وينا، دا عمليات د اچين ولسوالۍ په پېښې، شپولې، نګرسو، عبدلاخېل او تختو په سيمو کې ترسره شوي دي.

ده وويل، تختو هغه سيمه ده چېرې چې د داعش وسله والو ١٢ ملکي وګړي په کې پر بمونو الوځولي وو.

مجاهد وايي چې په دغو عملياتو کې د د اعش ٢٨ وسله وال وژل شوي او ٨ نور ټپيان شوي  دي.

هغه زياته کړه چې د عملياتو پر مهال د داعش وسله والو درې هغه دهشکې چې پر لوړو څوکو ځاى پر ځاى شوې وې او يوه بله مجهزه ديجتلي دستګاه هم له منځه وړل شوې ده.

ولسوال وويل چې په دې دستګاه کې انټرنېټ، ډش انتن، کمپيوټرونه او نور عصري وسايل وو چې دوى له دې لارې په عراق او نورو سيمو کې له خپلو مشرانو سره اړيکې نيولې.

مجاهد وايي  چې پر دې دستګاه د بريد پر مهال د داعش شپږ تنه د يادو کارونو ماهرين هم وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال هم پژواک ته وويل چې افغان او بهرنيو ځواکونو د اچين ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې هوايي او ځمکني عمليات ترسره کړي دي.

خو هغه زياتوي چې په دغو عملياتو کې ٢٨ وسله وال وژل شوي او اوس هم په سيمه کې چاڼيز عمليات روان دي.

د نويد شينواري په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې د لومړي ځل لپاره ګډو ځواکونو په سيمه کې ډېر پرمختګ وکړ او د داعش مرکزي سيمو ته يې ځانونه رسولي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.