ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بې پولې ډاکټرانو د کندوز پر روغتون د بريد د څېړنو پايلې خپرې کړې

بې پولې ډاکټرانو د کندوز پر روغتون د بريد د څېړنو پايلې خپرې کړې

author avatar
5 Nov 2015 - 18:29
بې پولې ډاکټرانو د کندوز پر روغتون د بريد د څېړنو پايلې خپرې کړې
author avatar
5 Nov 2015 - 18:29

کابل( پژواک، ۱۴ لړم ۹۴): د بې پولو ډاکټرانو (MSF) په کندوز ښار کې د دغه تنظيم پر روغتون د امريکايي ځواکونو د هوايي بريد د څېړنو لومړنۍ پايلې خپرې کړي.

وروسته له هغه چې د روان لمريز کال د تلې په ٦مه، وسله والو طالبانو د کندوز ښار ونيوه، امريکايي ځواکونو د افغان حکومت په غوښتنه د تلې په ١٢مه، په کندوز ښار کې پر  وسله والو طالبانو هوايي بريدونه وکړل چې ددې بريدونو پر مهال په دغه ښار کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون هم په نښه شو.

د پولې ډاکټرانو نړيوال تنظيم هغه مهال ددې بريد د غندلو ترڅنګ ويلي وو، چې په دې پېښه کې ٢٢ تنه وژل شوي او ٣٧ نور کسان ټپيان شوي دي.

امريکا پر دې پېښې بښنه غوښتې او د پېښې دقربانيانو له کورنيو سره د مرستې او د ياد روغتون د بياجوړولو ژمنې يې کړې، خو ياد تنظيم وايي چې ددې پېښې بايد بې پرې او په نړيواله کچه پلټنې وشي.

افغان او امريکايي حکومتونه ادعا کوي، چې په روغتون کې وسله وال شتون درلود، ځکه دوى پرې بريد وکړ.

خو د بې پولې ډاکټرانو مشر کرسټوفر سټوکس (Christopher Stokes)پر روغتون د بريد د يوې مياشتې د پوره کېدو پر مهال د لړم په ١٤مه، په کابل کې خبريالانو ته وويل:"دا ډېره د خندا خبره ده چې ويل کيږي په دې روغتون کې ۳۰۰ تنه وسله وال مخالفينو شتون درلود."

هغه زياته کړه، د جګړې دواړو لوريو (وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو) ددې روغتون ټول قوانين منل او هېڅ تېروتنه هم نه ده شوې چې ګڼې کوم کس دې له وسلې سره راغلى وي.

سټوکس وايي: "موږ د نړيوالو قوانينو له مخې بې له دې چې ناروغ څوک؟ کوم او څه کار کوي په خپل روغتون کې د درملنې لپاره مانه، خو زموږ اساسي اصل دادی چې هېڅ وسله وال له وسلې او مخابرې سره نه شي کولای روغتون ته دننه شي."

د ياد روغتون مسوولين وايي چې د کندوز د بې پولو ډاکټرانو په روغتون کې ۲۰ تنه د وسله والو مخالفينو ټپيان، څلور تنه د ملي پوځ، ۱۰۵ تنه نور ناروغان، ۱۴۰ تنه کورني کارکوونکي  او د سره صليب د يوه استازي په ګډون ۹ تنو  بهرنيو کاروکونکو شتون درلود.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.