ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سياسي ګوندونه بايد له اوسني حالته د وتو لپاره سره راټول شي

سياسي ګوندونه بايد له اوسني حالته د وتو لپاره سره راټول شي

author avatar
5 Nov 2015 - 16:22
سياسي ګوندونه بايد له اوسني حالته د وتو لپاره سره راټول شي
author avatar
5 Nov 2015 - 16:22

کابل (پژواک، ١٤ لړم ٩٤): د هېواد يو شمېر سياسي ګوندونو او مدني بنسټونو د هېواد وضعيت کړکېچن بولي او له دغه وضعيت څخه د وتلو په موخه يې تر يو چت لاندې د ټولو بنسټونو د راټولېدو غوښتنه کړې ده.

دغه ګوندونه، سياسي سازمانونه، مدني ټولنه، ټولنيزې شوراګانې او د قومونو مشران نن په کابل کې سره راټول شوي وو او د خپلې غونډې په ترڅ کې يې وويل چې د افغانستان وضعيت له سياسي، امنيتي او اقتصادي اړخه کړکېچن شوى او سياسي ګوندونه بايد د وضعيت د لا خرابېدو مخه ونيسي.

دوى خپل ملاتړ د "افغانانو ملي پيغام" تر نوم لاندې له ياد خوځښت څخه چې د ستار سيرت له لوري پيل شوى، اعلان کړ.

عبدالستار سيرت يوه سياسي څېره او دغه راز د ١٣٨٣ لمريز کال د ولسمشرۍ ټاکنو او په بُن ناسته کې د افغانستان د لنډمهالې ادارې د رياست له نوماندانو څخه شمېرل کېږي چې څو ځلې يې ويلي چې په هېواد کې له جګړې او کړکېچ څخه د مخنيوي لپاره بايد لنډمهال حکومت رامنځته شي.

د "واحد افغانستان د ملي حرکت"  ګوند غړي طاهر هاشمي وويل چې افغانستان له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ دى او اوسمهال د تاريخ په ناوړه شرايطو کې شتون لري.

هغه زياته کړه چې په افغانستان کې اوسمهال سيمه ييزو او کورنيو شرايطو ته په کتو سره کومه ډله او ګوند نه شي کولى چې په يوازې سره د هغو ننګونو مخه ونيسي چې اوسمهال په هېواد کې روانې دي، بايد ټول سياسي بنسټونه او شخصيتونه تر يوه چت لاندې سره راټول شي او هېواد له اوسنيو شرايطو وباسي.

د "افغانستان د ملي متحد" ګوند د سياسي کمېټې مشر محمد هارون ستانکزي وويل چې بايد ټول سياسي ګوندونه او شخصيتونه يو بل ته لاس ورکړي، څو هېواد له هغه بحران چې يو شمېر کسان غواړي له اوسني وضعيت څخه په ګټې د ځان په ګټه کار وکړي، وژغوري او د يوه ملي پيغام تر نوم لاندې په محور سره راټول شي.

نوموړي پر حکومت نيوکه وکړه او زياته يې کړه: "حکومت مشروعيت نه لري او په هغه کې يوازې وړوکې ډلې ونډه لري چې له خلکو استازيتوب نه شي کولى او هېواد له اوسني کړکېچن حالت څخه نه شي ايستلى."

په ياده ناسته کې د سياسي چارو يوه کارپوه اصف وردګ وويل چې سياسي ګوندونه او مدني بنسټونه سره راټول شي او افغانستان له سياسي، امنيتي او اقتصادي اړخه له هغه بحران څخه چې ورسره مخ دى، وژغوري."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.