ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز ښار ته څېرمه د طالبانو د بريد مخنيوى وشو

کندوز ښار ته څېرمه د طالبانو د بريد مخنيوى وشو

author avatar
5 Nov 2015 - 16:34
کندوز ښار ته څېرمه د طالبانو د بريد مخنيوى وشو
author avatar
5 Nov 2015 - 16:34

کندوز (پژواک، ١٤لړم ٩٤): دولتي ځواکونو په داسې حال کې کندوز ښار ته څېرمه د طالبانو د بريد شنډولو خبر ورکړى، ځيني کندوز ښاريان وايي چې تېره شپه د جګړې له امله وېښ پاتې وو.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وايي چې تېره شپه طالبانو د چهاردرې ولسوالۍ له تلوکه او يتيم سيمو څخه د کندوز ښار پر امنيتي پوستو بريد وکړ چې بريد يې پر شا تمبول شوى دى.

هغه پژواک خبرى اژانس ته وويل ، دا نښته چې د شپې شاوخوا ٨:٠٠ بجې پيل شوه څو ساعته يې دوام وکړ، امنيتى ځواکونو د کندوز ښار له پل الچين، ګورتپه او خاکني سيمو څخه طالبانو باندې ډزې پيل کړې.

حسيني زياته کړه چې تر اوسه د  دواړو غاړو د تلفاتو شمېر معلوم نه دى.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کندوز ښار د تلې شپږمه د طالبانو لاس ته پريوت، درې ورځې د طالبانو په واک کې و او وروسته بيا د امنيتي ځواکونو عملياتو په ترڅ کې ښار په تدريجي ډول د دولت په واک کې ورغى.

د کندوز ښاريان وايي چې تېره شپه د برېښنا جريان هم پرې شوى و او خلک اندېښمن وو.

د عبدالرقيب په نوم يو تن وويل: "ښار کې د ډزو غږونه اورېدل کېدل او له وېري څخه تر سهاره وېښ وو."

هغه دې نيوکې په توګه وويل چې دولت ولې د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره ګام نه پورته کوي؟ هره شېبه خلک قرباني ورکوي، زيانمن کېږي خو دولت يې ننداره کوي.

د ياد کس په وينا، که وضعيت همدا ډول دوام ومومي او دولت د ښار چاڼ کولو لپاره غوڅه اراده ونه لري، خلک به د تل لپاره له کندوزه کډه وکړي.

د يادونې ده، د کندوز جګړې له امله څه باندې ٢٠زره کورنۍ د تلې مياشت کې نورو ولايتونو ته بې ځايه شوي دي او دامهال ٥٠ سلنه يې بېرته کورنو ته راستنې شوې دې.

کندوز ښاريان وايي چې د ښار په بېلابېلو برخو کې د پوځي مرکزونو شتون دا ښيي چې لا هم اوضاع عادي شوې نه ده او د ښار د غير پوځي کېدو غوښتنه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.