ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار له خواجه غار ولسوالۍ طالبان و ايستل شول

د تخار له خواجه غار ولسوالۍ طالبان و ايستل شول

author avatar
7 Nov 2015 - 13:16
د تخار له خواجه غار ولسوالۍ طالبان و ايستل شول
author avatar
7 Nov 2015 - 13:16

تالقان (پژواک، ١٦ لړم ٩٤): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې يې خواجه غار ولسوالۍ له وسله والو طالبانو پاکه کړې ده.

د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تيمور د لړم په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مخالفينو له شتونه د يادې ولسوالۍ د پاکولو عمليات نن سهار ۶ بجې پيل شوي وو چې له څو ساعتو وروسته ياده ولسوالۍ د طالبانو له شتونه په بشپړه توګه پاکه شوې ده.

تيمور وايي چې په دغو عملياتو کې ۴ امنيتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د هغه په وينا، وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي وياند وويل: ((دا عمليات څو ورځې مخکې پيل شوي وو، خو نن سهار يې زور واخيست او تر څو ساعتو عملياتو وروسته ولسوالۍ په بشپړه توګه پاکه شوه.))

تيمور وايي چې وسله والو طالبانو وروسته له هغه ماتې وخوړه چې د يادې ولسوالۍ په دارالعلوم سيمه کې د هغوی يو لوی مرکز د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغی.

په همدې مهال بيا د خواجه غار ولسوال محمدعمر پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونه اوس مهال د دې ولسوالۍ په اخري سيمه ګور تپه کې هم طالبان تېښتې ته اړ کړي دي.

نوموړی وايي چې د وسله والو طالبانو وروستۍ ډله هم له خواجه غاره د کندوز ولايت دشت ارچي ولسوالۍ ته د تېښتې په حال کې دي.

ده زياته کړه: ((نن سهار د ملي اردو، ملي پوليسو، سيمه ييزو پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو عمليات پيل شول، خواجه غار يې د طالبانو له شتون څخه پاک کړ، موږ هڅه کوو چې ترلاسه شوو سيمو کې امنيتي پوستې جوړې کړو.))

د ولسوال په وينا، په پام کې ده چې د خواجه او دشت ارچي ولسواليو تر منځ په مهمو سيمو کې امنيتي پوستې کلکې کړو چې د وسله والو طالبانو د بيا راتګ مخنيوی پرې وشي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، له تېر يوه کال راهيسې خواجه غار د تخار له نا کراره ولسواليو څخه وه، څه موده مخکې د يادې ولسوالۍ اداره د درې ورځو لپاره د وسله والو طالبانو په ولکه کې هم وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.