ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږيزې کرکټ سياليو کې سپين غر او امو خپلې لوبې وګټلې

شپږيزې کرکټ سياليو کې سپين غر او امو خپلې لوبې وګټلې

author avatar
7 Nov 2015 - 17:37
شپږيزې کرکټ سياليو کې سپين غر او امو خپلې لوبې وګټلې
author avatar
7 Nov 2015 - 17:37

کابل ( پژواک، ١٦ لړم ٩٤ ) : په کابل کې د الکوزي شپږيزې کرکټ شل اووريزو سياليو په لړ کې د سپين غر زمريانو او امو نهنګانو خپلې لوبې وګټلې.

د هېواد د شپږو لوبډلو په ګډون د شپږيزې تر نامه لاندې د کرکټ شل اووريزې ملي سيالۍ تېره اوونۍ په کابل کې پيل شوې دي.

نن د لړم په ١٦مه، په پنځمه ورځ هم ددې سياليو په لړ کې دوه لوبې ترسره شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک  پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار لومړۍ لوبه د سپين غر زمريانو او بست ساتونکو ترمنځ  ترسره شوه.

هغه زياته کړه،د لوبې پچه د سپين غر زمريانو لوبډلې وګټله او سياله لوبډله يې توپوهنې ته راوبلله.

د بست ساتونکو لوبډلې په شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۶۹ منډو هدف ورکړ ، د بست له لوري منيراحمد ۶۹ په زړه پورې منډې جوړې کړې. د سپين غر زمريانو له لوري طارق ۲ ، عبدالله عادل، مسلم موسی، باطن شاه او شفيق الله يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

هوتک وايي، د سپين غر زمريانو لوبډلې ياد هدف په شلم اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله، د دوى له لوري شبيرنوري ۶۹ منډې جوړې کړې چې د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

تر غرمې وروسته دويمه لوبه د امو نهنګانو او مشعل کابل بازانو ترمنځ ترسره شوه، چې د امو په بريا پاى ته ورسېده.

د کابل بازانو لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۴۱ منډو هدف ورکړ چې له دې ډلې يې شهزاد محمدي ۶۲ منډې جوړې کړې. د آمو نهنګانو توپ اچونکو له لوري جاوېد احمدي ۳ لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ بورډ وياند وايي چې د امو نهنګانو ورکړل شوی هدف د لوبې په اتلسم اوور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ ، ددوى له لوري جاوېد احمدي ۳۶ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د  سپين غر لوبډله چې تر اوسه يې درې لوبې ګټلې دي، د روانو سياليو نيمه پاى لوبه يا سيمې فاينل ته يې لاره پيدا کړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.