ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ له انضمام الحق سره يو کلن تړون لاسليک کړ

کرکټ بورډ له انضمام الحق سره يو کلن تړون لاسليک کړ

author avatar
7 Nov 2015 - 16:28
کرکټ بورډ له انضمام الحق سره يو کلن تړون لاسليک کړ
author avatar
7 Nov 2015 - 16:28

کابل (پژواک، ١٦ لړم ٩٤): د افغانستان د کرکټ بورډ مشر له انضمام الحق سره د روزونکي په توګه يو کلن تړون لاسليک کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ١٦مه پژوک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د زمبابوې پر وړاندې د سياليو په لړۍ کې د انضمام الحق اغېزناکې روزنې او مهارتونو ته په کتنې له نوموړي سره يو کلن قرارداد لاسليک کړ.

دا په داسې حال کې ده چې زمبابوې  ته د ملي لوبډلې تر سفر مخکې انضمام الحق د افغانستان له کرکټ بورډ سره يواځې  د زمبابوې پر وړاندې د سياليو لپاره د روزونکي تړون کړى و.

خو فريد هوتک وايي چې د زمبابوې پر وړاندې سياليو په جريان کې د انضمام الحق  د کرکټ بورډ له لوري ارزونه مثبته وه او د مشر روزونکي په توګه يو کلن تړون ورسره وغځول شو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش وايي چې د انضمام الحق وړتياوو ته په کتلو سره يې له هغه سره د روزونکي په توګه تړون يو کال نور هم تمديد کړ.

 دانش زياته کړه، دوی باور لري چې انضمام الحق به د ملي لوبډلې وړتياوو او مهارتونو ته وده ورکړي.

انضمام الحق چې د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانى کپتان او لوبغاړى پاتې شوى، تر ٣٠٠ زيات يوه ورځني او تر ١٠٠ زيات تسټ کرکټ لوبې ترسره کړې او پراخه تجربه لري. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.