ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حنيف اتمر هند ولاړ

حنيف اتمر هند ولاړ

author avatar
8 Nov 2015 - 16:00
حنيف اتمر هند ولاړ
author avatar
8 Nov 2015 - 16:00

کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٤): د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر په يوه رسمي سفر د هند پلازمېنې نوي ډيلي ته په لوري روان شو.

د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې حنيف اتمر به د دغه دوه ورځني سفر پر مهال د هندوستان له خپل سيال اجيت ډوال او نورو چارواکو سره ګوري.

هغه زياته کړه چې د ملي امنيت سلاکار به دغه راز د هندوستان د بهرنيو چارو وزيره مېرمن سوشما سوراج، د هندوستان د استخباراتي ادارې مشر راجيندل کهنا، د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال ډاکتر جي شينکر او د دفاع له وزير مهوهر پريکار سره ګوري.

غورځنګ وويل چې حنيف اتمر به له هندي چارواکو سره د  سياسي او اقتصادي اړيکو تر څنګ د ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې لپاره پر سيمه ييزې اجماع خبرې وکړي.

د نوموړي په وينا،  په دغه سفر کې د افغانستان له ملي امنيتي ځواکونو سره د هندوستان پر  نظامي او پوځي مرستو هم خبرې کېږي.

د ملي امنيت شورا وياند د دغو نظامي مرستو په اړه معلومات ورنه کړل، خو هندي رسنيو خبر ورکړى چې د اتمر او هندي چارواکو تر منځ به د دې ليدنو پر مهال د اېم اى ٢٥ ډوله جنګي چورلکو پر مرستې خبرې وشي.

سرچينې زياته کړې ډېر امکان لري چې هندوستان به د يادو چورلکو ورکړې ته اماده ګي وښيي.

حنيف اتمر په داسې حال کې نوي ډيلي ته په سفر روان شوى چې له پاکستان سره د ولسمشر اشرف غني اړيکې چندانې جوړې نه دي.

د يادونې ده،  د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته اشرف غني لومړى پاکستان ته سفر وکړ چې له امله يې د ډيلي او کابل په اړيکو کې سړښت راغى.

دا چې د امنيتي تړونونو له مخې د  افغان ځواکونو د تجهيز مسووليت د امريکا او ناټو پر غاړه ده، نو د افغانستان حکومت له هند ، چين او روسيې ولې دا غواړي، د سياسي چارو کارپوهه خوشحال خليل وايي افغانستان په شديده توګه له هوايي مدافعې نه بې برخې دی او سخته اړتيا ورته لري څو روان جنګ کې برلاسی شي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، خو ستونزه دا ده چې پخوا لخ ناټو سره هوکړه شوې وه چې افغان هوايي ځواکونه به روزي او تجيزوي به يې او يو څه کار يې هم پيل کړی و، هغه وخت کې له روسيې سره د امريکې ستونزه نه وه او امريکا غوښتل چې افغانستان ته روسۍ چورلکې وپېري.

خليل وايي خو د اوکراين او سوريې له پېښو وروسته چې د روسيې او امريکې اړيکې خړې پړې شوې او پر روسيې تحريمونه ولګېدل نو امريکا اوس له روسيې الوتکې نشي اخيستی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.