ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کډوالو ښارګوټو د بنسټيزو چارو لپاره د ٢٢٠ ميليون ډالرو ژمنې شوې”

“د کډوالو ښارګوټو د بنسټيزو چارو لپاره د ٢٢٠ ميليون ډالرو ژمنې شوې”

author avatar
8 Nov 2015 - 15:47
“د کډوالو ښارګوټو د بنسټيزو چارو لپاره د ٢٢٠ ميليون ډالرو ژمنې شوې”
author avatar
8 Nov 2015 - 15:47

چاريکار (پژواک، ١٧ لړم ٩٤): د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير وايي، تر اوسه يې د کډوالو ښارګوټو د بنسټيزو چارو لپاره د ٢٢٠ ميليونه ډالرو ژمنې ترلاسه کړې دي.

 د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي دغه څرګندونې نن په پروان ولايت کې له بهر نه د راستنو شوو کډوالو او بېځايه شوو کورنيو د وضعيت د څېړنې پر مهال وکړې.

هغه په دې اړه د پروان له  والي محمدعاصم عاصم او د دغه ولايت د کډوالو چارو له مشر اقا شېرين خليل سره خبرې وکړې او د بګرام ولسوالۍ د باريکاب د کډوالو له ښارګوټي يې ليدنه وکړه.

د پروان يادو چارواکو له بلخې سره د کتنې پر مهال وويل چې د باريکاب په ښارګوټي کې د پروان او پنجشېر ولايت ٦٥٠ بېرته راستنې شوې کډوالې کورنۍ ژوند کوي، خو برېښنا نه لري، د څښاک د پاکو اوبو ستونزه لري او د دې ښارګوټي سړک هم خامه دى او جوړولو ته اړتيا لري.

دغه راز د پروان د مرکز چاريکارو اصلي اوسېدونکى چې له ايران څخه تر راستنېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره د باريکاب د کډوالو په ښارګوټي کې اوسي، په دغه ښارګوټي کې له ستونزو سر ټکوي.

هغه له ښارګوټي د وزير د ليدنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د څښلو اوبه له څه باندې يو کيلومتر واټن څخه راوړي، برېښنا نه لري او کلينيک هم ورڅخه لرې دى او اړين امکانات هم نه لري.

سيد حسين عالمي بلخي چې تېر کال  په مرغومي مياشت کې يې د وزير په توګه د ولسي جرګې د باور رايه خپله کړه، وويل کله چې دى وزير شو، دغه وزارت ډېر لږ بوديجه لرله.

  وزير وويل چې وروسته دغه وزارت د هېواد په کچه د کډوالو ښارګوټو د بنسټيزو چارو د سمون لپاره درې کلنه طرحه جوړه کړه چې پلې کول يې ٥٥٩ ميليون امريکايي ډالرو لګښت لري.

دى وايي چې په دې اړه يې له بېلابېلو سرچينو سره خبرې کړې چې د ژمنو له مخې يې د دې طرحې له ټولې بوديجې  څخه د ٢٢٠ ميليونه ډالرو ژمنې ترلاسه کړې دي.

هغه د جزئياتو له ورکولو پرته د يادو ٢٢٠ ميليونه ډالرو په اړه وويل چې د کډوالو په چارو کې  د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ (UNHCR) او ځينو نورو موسسو د يو لړ ژمنو تر څنګ د پوهنې، عامې روغتيا، ښارجوړولو او نورو اړوند وزارتونو ويلي چې د  کډوالو په ښارګوټيو کې به د ښوونځيو، کلينيکونو، سړکونو، اوبو رسولو او نورو برخو کې بنسټيزې پروژې پلي کړي.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په ٢٩ ولايتونو کې  د راستنېدونکو کډوالو  لپاره پر دولتي ځمکو ٦١  ښارګوټي جوړ شوي دي.

په دې ښارګوټيو کې راستنو شوو کورنيو ته د ځمکو نومرې ورکړل شوې او دغه لړۍ روانه ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.