کابل ( پژواک، ١٧ لړم ٩٤ ) : په کابل کې د الکوزي شپږيزې کرکټ شل اووريزو سياليو په لړ کې د الکوزي سپین غر زمریانو او پټروجن بست ساتونکو خپلې لوبې وګټلې.
د هېواد د شپږو لوبډلو په ګډون د شپږيزې تر نامه لاندې د کرکټ شل اووريزې ملي سيالۍ تېره اوونۍ په کابل کې پيل شوې دي.
نن د لړم په ١٧مه، په شپږمه ورځ هم ددې سياليو په لړ کې دوه لوبې ترسره شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار لوبه د الکوزي سپین غر زمریانو او د ایوامبایل مس عینک اتلانو ترمنځ ترسره شوه.
ده زياته کړه، د لوبې پچه د الکوزي سپین غر زمریانو لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
د هغه په وينا، د ایوا مبایل مس عینک اتلانو د سیالۍ په ۲۰ اوورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۰۶ منډو هدف ورکړ، چې له ډلې یې ګلبدین نایب ۲۵ منډې جوړې کړې. د الکوزي سپین غر زمریانو توپ اچوونکو له لوري عبدالله عادل، ظاهر شېرزاد او سمیع الله شینواري دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
نوموړي وويل، د الکوزي سپین غر زمریانو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۶ اوور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ چې له ډلې سمیع افریدي ۴۲ منډې جوړې کړې. د ایوامبایل مس عینک اتلانو توپ اچوونکو له لوري ګلبدین نایب او ضیاءالرحمن اکبر دوه دوه لوبغاړي وسوځول. سمیع افریدي د سیالۍ غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.
هوتک وايي، دوهمه سیالي د پټروجن بست ساتونکو او بلولاین بندامیر ښامارانو ترمنځ وه، چې پچه یې د بلولاین بندامیر ښامارانو لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
هغه زياته کړه، د پټروجن بست ساتونکو لوبډلې د سیالۍ په ۲۰ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۱۱ منډو هدف ورکړ، چې له ډلې یې خیبرعمر ۴۴ منډې جوړې کړې. د بلولاین بندامیر ښامارانو توپ اچوونکو له لوري محمدنبي عیسی خېل ۳ او افتاب عالم او نصرت الله دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د ده په خبره، بلولاین بندامیر ښامارانو ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په ۱۸ اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۹ منډې جوړې کړې. د پټروجن بست ساتونکو توپ اچوونکو له لوري سید شېرزاد ته ۳ او عبدالله مزاري او نسیم بړیڅ دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
سید شېرزاد د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو او د مسوولینو له خوا یې جایزې ترلاسه کړې.
د کرکټ بورډ وياند وويل، الکوزي سپین غر زمریانو د دې سياليو نیمه پایلوبې ته لار ومونده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن