ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې طالبانو د کانال او د برېښنا د پنځو بندونو اوبه بندې کړې

په بدخشان کې طالبانو د کانال او د برېښنا د پنځو بندونو اوبه بندې کړې

author avatar
8 Nov 2015 - 13:43
په بدخشان کې طالبانو د کانال او د برېښنا د پنځو بندونو اوبه بندې کړې
author avatar
8 Nov 2015 - 13:43

فيض اباد (پژواک، ١٧ لړم ٩٤): طالبانو د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د کرنيز کانال اوبه بندې کړې چې له امله يې لسګونو زره هکتاره ځمکې ته اوبه نه رسېږي او برېښنا د پنځو کوچنيو بندونو په غير فعالېدو سره سلګونه کورنۍ له برېښنا بې برخې شوې دي.

وسله والو طالبانو د وردوج ولسوالۍ د تلې مياشتې په نهمه نېټه نيولې چې تر اوسه يې هم په واک کې ده.

د بهارک ولسوالۍ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالودود راسخ وويل چې طالبانو له تېرو لسو ورځو راهيسې د ورودج په دشتک کلي کې د کرنيز کانال سربند بند کړى دى. د دغه سربند له لارې د بهارک ولسوالۍ  فراخ دښتي ځمکې خړوبېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه کار سره له ٢٠ تر ٣٠ زره هکتارو پورې کرنيز ځمکې چې د مني کښت په کې روان و، له اوبو بې برخې شوې او کروندګر زيانمن شوي دي.

هغه زياته کړه چې د بهارک د فراخ دښتې خلک مالدار دي، نه شي کول چې خپلو څارويو ته اوبه ورکړي، د څارويو او کاليو وينځلو اوبه د سيند له اوبو نه چې يو کيلومتر واټن لري، د څارويو په وسيله سيمې ته را لېږدوي.

د کرکېلې نه پرته، د کانال په اوږدو کې د برېښنا پنځه کوچني بندونه چې د کانال پرې کېدو په سبب له فعاليت نه لوېدلي دي.

د بهارک د فراخ دښتې اوسېدونکي نياز محمد وويل چې په دغه کار سره شاوخوا ٥٠٠ کورنۍ له برېښنا محرومې شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د وردوج ولسوالۍ خلک او سيمه ييز چارواکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې ښوونځي، دولتي ادارې او روغتيايي مرکزونه تړل شوي، څه باندې ٣٣٠ کورنۍ بهارک ولسوالۍ ته بې ځايه شوې دي او ٥٠٠ نورو کسانو خپلې کورنۍ په وردوج کې پرېښې او د طالبانو له وېرې بهارک ته تللي دي.

خو طالبان وايي چې دولت د وردوج پر خلکو بنديزونه لګولي دي.

د طالبانو په خبره، کله چې طالبآنو دا ولسوالي نيولې، دولت د وردوج ټولې نښلوونکې لارې په بېخ بندې کړې او خلکو ته اجازه نه ورکوي چې خپل د اړتيا وړ توکي ولېږدوي.

امنيتي ځواکونو ويلي چې د وردوج ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره پر عملياتي پلان کار کوي، خو د څه باندې يوې مياشتې په تېرېدو سره لا هم طالبان هلته واکمن دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.