ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سعودي کې د افغانستان سفارت د افغان کارګرو د ويزو ستونزې نه حل کوي

په سعودي کې د افغانستان سفارت د افغان کارګرو د ويزو ستونزې نه حل کوي

author avatar
8 Nov 2015 - 15:44
په سعودي کې د افغانستان سفارت د افغان کارګرو د ويزو ستونزې نه حل کوي
author avatar
8 Nov 2015 - 15:44

خوست ښار (پژواک، ١٧ لړم ٩٤): په سعودي عربستان کې د خوست  مېشت کارګر وايي چې په ياد هېواد کې د افغانستان د سفارت د ناغېړۍ له امله يې ويزې نورې ختمېږي او په کارونو کې د زيان له جدي ګواښ سره مخ دي.

له يادو کارګرو مسافر څخه سلګونه تنه نن  د لړم په ١٧مه په خوست کې د ولايتي شورا مخې ته راټول شوي وو، پر دولت غږ وکړ چې که د دوی ستونزه ژر هواره نه کړي، د ويزو په ختمېدو سره له ډېرو اقتصادي زيانونو سره مخ کېږي.

دغه افغان کارګر وايي، ستونزه په هغو پاکستاني پاسپورټونو کې راپيدا شوې چې پخوا وختونو کې سعودي ته پرې تلل چې وروسته بيا همدغه پاکستاني پاسپورټونه پر سعودي عرب د افغانستان سفارت له لوري افغاني پاسپورټونو ته اړول شوي.

دوی وايي، کله چې له سعودي څخه کابل ته راتلل، د جدې په هوايي ډګر کې يې ورته پر پاسپورټ د خروج ټاپه وهلې، خو د حامدکزي په نړيوال هوايي ډګر کې يې د پاسپورټ پر ځای پر يوه بل کاغذ د دخول ټاپه وهلې ده.

دوی زياتوي چې د بېرته تګ پر مهال د جدې په هوايي ډګر کې له پاسپورټ پرته پر بل هېڅ کاغذ ټاپه نه مني، چې په پايله کې يې يا بېرته کابل ته رالېږي او يا يې د جعل کارۍ په تور نيسي.

د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد عليم چې د شپږو مياشتو په تېرېدو سره يې رخصتي پوره شوې، پژواک اژانس ته وويل چې که په څو ورځو کې ولاړ نه شي، ويزه يې ختمېږي.

هغه زياته کړه: ((د افغانستان په سفارت کې يې پر پاکستاني پاسپورټ موږ ته ويزه وهلې او يو کاغذ يې راکړ چې دا عربانو ته مه ښيئ، کله چې کابل ته راغلو، موږ ته يې د پاسپورټ پر ځای پر کاغذ د دخول ټاپه ووهله. عربان داسې وايي چې پاسپورټ لرې، نو دا کاغذ بيا څه معنی لري؟))

د دغه ولايت د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکي زيارت ګل پژواک اژانس ته وويل، ستونزه يواځې په هغو پاکستاني پاسپورټونو کې ده چې افغانستان ته اړول شوي دي.

هغه وايي چې که اوس د پاکستاني پاسپورټ ټول قانوني پړاوونه ترسره هم شي، د جدې په هوايي ډګر کې يې پاکستانيان ورته درولي، هغوی افغانان پېژني او بېرته يې رالېږي.

ده زياته کړه: ((په جده کې پاکستانيان موږ ته ولاړ دي. د افغان او پاکستاني تر منځ ښکاره فرق کېږي. موږ د پاکستان په پاسپورټ سعودي عربستان ته نه شو تللی. يا مو نيسي يا مو بېرته رالېږي)). You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.