ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بې پولې ډاکتران: که خونديتوب مو تضمين نه شي، د کندوز روغتون نه فعالوو

بې پولې ډاکتران: که خونديتوب مو تضمين نه شي، د کندوز روغتون نه فعالوو

author avatar
9 Nov 2015 - 13:02
بې پولې ډاکتران: که خونديتوب مو تضمين نه شي، د کندوز روغتون نه فعالوو
author avatar
9 Nov 2015 - 13:02

کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٤): د بې پولې ډاکترانو نړيوال تنظيم وايي، څو چې دوى ته د بيا بريد نه کېدو او د کارکوونکو د خونديتوب ډاډ ور نه کړ شي، د کندوز روغتون نه پرانيزي.

په کندوز ښار کې د بې پولې ډاکترانو روغتون د روان لمريز کال د تلې مياشتې په ١١مه شپه د امريکايي ځواکونو له خوا وروسته له هغه بمبار شو چې وسله والو طالبانو کندوز ښار او دغه روغتون ونيو.

د دغه تنظيم د معلوماتو له مخې، په دغه هوايي بريد کې د ډاکترانو او ناروغانو په ګډون ٣٠ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان ژوبل شول، په دغه هوايي بريد کې د روغتون ودانۍ وسوځېده او ټولې برخې يې ويجاړې شوې.

پرون د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې د بې پولې ډاکټرانو MSF روغتون استازو له ده سره په ليدنه کې د روغتون د بېرته پرانيستو په اړه ډاډ ورکړى دى..

خو په کابل کې د پولې ډاکټرانو د نړيوال تنظيم د افغانستان د دفتر رييس ګولهيم موليني وايي، دمګړۍ دوى د روغتون د بيا پرانيستو کوم پلان نه لري.

هغه د لړم په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((څو چې موږ ته د دې ډول نه منلو بريد د بيا نه ترسره کېدو ډاډ رانه کړل شي، د کندوز روغتون بيا نه پرانيزو.))

د نوموړي په وينا، له ډاډ ترلاسه کولو پرته د روغتون په پرانيستلو سره دوى نه شي کولى د خپلو کارکوونکو او ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

د بې پولې ډاکټرانو د نړيوال تنظيم د افغانستان د دفتر رييس وايي چې د هوايي بريد له امله د کندوز روغتون په بشپړه توګه ويجاړ او له منځه تللى دى.

د هغه په وينا، د روغتون ويجاړېدو له امله زرګونه کسان له درملنې بې برخې پاتې شوي دي.

د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي پرون له پژواک سره په خبرو کې زياته کړې وه، د هغه تړون له مخې چې پخوا له دغه روغتون سره لاسليک شوى، هغوى ته ويل شوي چې د هماغه قرارداد له مخې بېرته د روغتون فعالولو لپاره اقدام وکړي.

د کندوز اوسېدونکي وايي، دغه روغتون له کلونو راهيسې د ناروغانو او ټپيانو درملنه کوي او بيا فعالولو ته يې سخته اړتيا ده.

افغان حکومت ادعا کوي چې په ياد روغتون کې وسله وال طالبان پټ شوي وو او له دې ځايه يې پر امنيتي ځواکونو بريدونه کول، ځکه يې له امريکا د هوايي بريد غوښتنه وکړه، خو د بې پولې ډاکترانو تنظيم دا ادعا ردوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.