کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۹۴): د هېواد وتلی سندرغاړی مومن خان بېلتون چې د عمر ډېره برخه يې موسيقۍ او سندرو ته ځانګړې کړې وه، نن ومړ.
استاد بېلتون د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالۍ د چکري سيمې اوسېدونکى و، چې په پښتو او دري ژبو يې سلګونه سندرې ويلې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د موسيقۍ رياست مشر احسان عرفان له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال د استاد بېلتون پر مړينې خواشيني وښوده او ويې ويل: "استاد بېلتون د هېواد خوږ ژبی سندر غاړی و چې د کابل راډيو د خپرونو له پيله راهيسې يې له دې راډيو سره همکاري لرله."
دی زياتوي، د استاد بېلتون سندرې ځکه خپل ځای او مينه وال لري چې نوموړي د خپلو سندور لپاره د پياوړي شاعر او ليکوال لکه بهايي جان شعرونه ټاکلي دي.
د استاد بېلتون زوی عبدالحميد پژواک خبري اژانس ته وويل چې پلار يې د ۹۵ کلونو په عمر نن له غرمې مخک لس نيمې بجې ومړ.
هغه زياته کړه، پلار يې د عمر د ډېروالي او کمزورتيا له وجې له شاوخوا څلورو کلونو راهيسې د ناروغۍ پر بستر پروت و.
نوموړي د سندرو تر څنګ ښکلى رباب هم غږاوو او دغه هنر يې د افغانستان د پېژندل شوي رباب غږوونکي غلام محمد ربابي څخه زده کړي و.
استاد بېلتون پنځه زامن او دوه لوڼې لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن