ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د ترافيکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پروان کې د ترافيکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
9 Nov 2015 - 11:27
پروان کې د ترافيکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
9 Nov 2015 - 11:27

چاريکار (پژواک، ١٨ لړم ٩٤): د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د کابل- پروان پر لويه لاره د کرولا او مسافر وړونکي ٣٠٣ موټر د ټکر له امله يو تن مړ او درې نور ټپيان شوي دي.

د پروان د ترافيکو مدير محراب الدين پرواني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د بګرام په "دوه سرکه" سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وويل چې ٣٠٣ موټر له کابله بلخ او کرولا له پروانه کابل ته پر لاره و چې ټکر يې وکړ.

 د ده د معلوماتو له مخې، په پېښه کې وژل شوى او ټپيان د کرولا موټر سپرلي دي.

پروانى وايي چې د کرولا موټر چلوونکى هم په ټپيانو کې شامل دى.

هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او ويې ويل چې يو تن يې د پروان ولايتي روغتون او دوه نور يې کابل ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

پرواني وايي چې ياد ٣٠٣ موټر او چلوونکى يې له پوليسو سره دي او پېښه  تر څېړنو لاندې ده.

تېره ورځ هم  د سمنګانو ولايت د مرکز اړوند په "دلخکي" کوتل کې له يو باروړونکي موټر سره د ٤٠٤ ډوله مسافروړونکي موټر د ټکر له امله درې تنه مړه او ٤٣ نور ټپيان شول.

تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ٣٠٣ او ٤٠٤ ډوله مسافروړونکو موټرو د چپه کېدو او ټکرونو له امله ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.