ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا د ملکي روغتون د ډاکټرانو کاري اعتصاب درېيمې ورځې ته وغځېد

د پکتيا د ملکي روغتون د ډاکټرانو کاري اعتصاب درېيمې ورځې ته وغځېد

author avatar
10 Nov 2015 - 17:53
د پکتيا د ملکي روغتون د ډاکټرانو کاري اعتصاب درېيمې ورځې ته وغځېد
author avatar
10 Nov 2015 - 17:53

ګردېز(پژواک،١٩لړم٩٤): د پکتيا ولايت د ملکي روغتون د ډاکټرانو او کارکوونکو کاري اعتصاب درېيمې ورځې ته وغځېده چې له امله يې ګڼ شمېر ناروغان له ستونزو سره مخ دي.

د ياد شوي روغتون ډاکټرانو وړمه ورځ له دې امله په کاري اعتصاب لاس پورې کړ چې ويل يې له پنځو مياشتو راهيسې  ورته مياشتنۍ تنخوا نه ده ورکړل شوې.

د پکتيا د ملکي روغتون يو تن ډاکټر محمد اصف پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه اعتصاب به تر هغه دوام وکړي، ترڅو يې غوښتنې نه وي منل شوې.

هغه زياته کړه : (( هم موږ ته معاش نه را کوي او هم موږ ته طبي وسايل، نو څنګه ممکنه ده چې موږ د ناروغانو درملنه وکړو.))

د پکتيا د ډاکټرانو ټولنې مشر ډاکټر نذير شرافت هم پژواک ته وويل: (( موږ په ټوله معنی د ملکي روغتون د ډاکټرانو د کاري اعتصاب ملاتړ کوو.))

ده د عامې روغتيا پر  وزارت نيوکه وکړه چې په تېرو څو کلونو کې يې د پکتيا ملکي روغتون ته اړين تجهيزات نه دي برابر کړي.

د پکتيا د مرکز ګردېز اوسېدونکى محمد يوسف وايي : (( په ټوله پکتيا کې همدا يو ښه روغتون دى خو له تېرو دوه ورځو راهيسې يې ډاکټران کار نه کوي.))

دى وايي چې هره ورځ دې روغتون ته لسګونه کسان مراجعه کوي خو له درملنې پرته ځکه ستنيږي چې د روغتون دروازه تړلې ده.

د زرمت ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سردار محمد پژواک ته وويل: (( سهار زه دې روغتون ته راغلي يم، ناروغ مې له ځانه سره راوړى، خو هيڅوک نشته چې درملنه يې  وکړي.))

ده وويل چې په روغتون کې ټول واټونه بند دي، ډاکټران او نور روغتيايي کارکوونکي نه تر سترګو کيږي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د ملکي روغتون يادې ستونزې مني او وايي چې په دې اړه به اقدام وکړي.

هغه وويل چې د اړونده موضوع په اړه يې د عامې روغتيا وزارت له چارواکو سره هم خبرې کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.