لښکرګاه(پژواک،١٩لړم٩٤): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي چې د نا امنيو له امله په هلمند ولايت کې له تېرو څو ورځو راهيسې د مخابراتي کمپنيو فعاليتونه په ټپه ولاړ دي.
د هلمند د ولايتي شورا مشر کريم خان اتل پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې په دغه ولايت کې ټولو خصوصي مخابراتي کمپنيو خپل فعاليتونه بند کړي دي.
اتل وايي چې مخابراتي کمپنيو د وسله والو مخالفينو په وينا خپل فعاليتونه بند کړي او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
ده زياته کړه : (( ځمکه، د فعاليت جواز او نور امکانات دولت ورکړي، خو دوى بيا د وسله والو په غوښتنه فعاليتونه بند کړي دي.))
د ده په وينا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت بايد پر يادو خصوصي شرکتونو فشار راوړي ، ترڅو خپل فعاليتونه بېرته پيل کړي او که دا کار يې ونه کړ، نو جواز دې يې لغوه اعلان کړي.
هغه ګواښ وکړ چې که دغه شرکتونه هرڅه ژر خپل فعاليت بېرته پيل نه کړي، نو په دې برخه کې به له ولس څخه سلا وغوښتل شي او بيا به عمل پرې وکړي.
هغه زياته کړه : (( که بيا هر څه را پېښ شول مسووليت يې د همدې شرکتونو پر غاړه دى.))
دغه راز د هلمند د ولايتي شورا بل غړي عطاالله افغان هم وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په دې ولايت کې مخابراتي کمپنۍ کار نه کوي.
ده وويل : (( طالبانو او مخابراتي کمپنيو يوځاى ولس ته د مخابراتو په برخه کې ستونزې پيدا کړې دي.))
د ده په وينا، د مخابراتو له ستونزې سره يواځې ولس ځکه مخ دى چې دولتي چارواکي له افغان ټېلي کام دولتي مخابراتي کمپنۍ څخه ګټه پورته کوي.
دغه راز د هلمند د مدني ټولنې مشر سردارمحمد همدرد هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې مخابراتي کمپنۍ بايد هرڅه ژر خپل فعاليتونه بېرته پيل کړي.
د مرکز لښکرګاه اوسېدونکي عبدالخالق پژواک ته وويل:(( باور وکړه چې له ډير مشکل سره مخ يو ، يو خو امنيت سم نه دى بل ټېلېفون هم کار نه کوي ټول خلک يې په اندېښنه کې اچولي دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن