ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د پاشتان بند جوړولو کار درېدلى

په هرات کې د پاشتان بند جوړولو کار درېدلى

author avatar
10 Nov 2015 - 14:46
په هرات کې د پاشتان بند جوړولو کار درېدلى
author avatar
10 Nov 2015 - 14:46

 هرات ښار(پژواک،١٩ لړم ٩٤): د هرات سيمه ييز چارواکي وايي چې د مديريتي کمزورۍ په سبب له يوې اوونې راهيسې د پاشتان بند ودانيزې چارې درېدلې دي.

ددې چارواکو په خبره، پاشتان سربند له سلما بند وروسته په هرات کې له سترو رغنيزو پروژو څخه ګڼل کېږي چې د مديريتي کمزورۍ په سبب يې کار له يوې اوونۍ راهيسې درېدلى دى.

 د  هريرود- مرغاب فرعي دريايي حوزې رياست مشر انجنير سيدحسن فضلي، د سه شنبې په ورځ( د لړم ١٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې رغنيزې پروژې جوړونکي شرکت خپلې ژمنې له قرار داد سره سمې نه دي تر سره کړې.

هغه ددې پروژې د کار درېدو يو لامل، د پاشتان بند ناچټک کار او د پروژې د جوړولو پرمهال د متخصص کارکوونکو نشتوالى بولي.

 هغه زياته کړه:(( جوړونکي شرکت، خپلې ژمنې د اوبو برېښنا شرکت تر منځ له شوي قرار داد سره سمې نه دي پوره کړې او حتى د کار د تر سره کولو پرمهال د شرکت متخصصين او ډيزاينران، کله وو او کله نه، په همدې سبب يې په کار کې ځنډ راغلى.))

نوموړي زياته کړه چې د اوبو او برېښنا وزارت له جوړونکي شرکت غوښتنه کړې چې نيمګړتياوې دې لرې کړي، خو جوړونکي شرکت ددې ستونزو د لرې کولو لپاره خپل کار درولى دى.

 فضلي وويل چې د اوبو او انرژۍ وزارت د پاشتان بند ودانيزې چارې په ١٣٩٠ لمريز کال کې يوه ودانيز شرکت ته ورکړې او د شوي قرار داد له مخې بايد دا بند په درېيو کلونو کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

خو هغه زياته کړه چې د ځينو ستونزو په سبب يې کار په وخت سره بشپړ نه شو او د بشپړتيا لپاره يې کاري موده درې کاله وغځول شوه.

هغه څرګنده کړه چې ددې پروژې کار ٢٠ سلنه مخته تللى او همدا اوس  څه باندې ٢٢ ميليون ډالر ددې بند پر جوړولو لګېدلي دي.

 فضلي زياته کړه:((د قرار داد له مخې، ددې بند ګټه اخيستلو ته دوه کاله پاتې دي، جوړونکى شرکت اړ دى چې خپل کار د قرار داد له مخې په ياده شوې موده کې سر ته ورسوي او وزارت هم له جوړونکي شرکت نه غوښتنه کړې چې خپل کار په بنسټيز ډول پاى ته ورسوي.))

د  هريرود- مرغاب فرعي دريايي حوزې رياست د چارواکو په خبره، ارزونې څرګندوې چې دا رغنيزه پروژه به څه باندې ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالره لګښت ولري.

 ددې ودانيز شرکت يوه کارکوونکي د نوم نه اخيستلو په شرط پژواک ته وويل چې ستونزه حل شوې او ډېر ژر به د پاشتان بند کار بېرته پيل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.