کابل (پژواک، ٢٠ لړم ٩٤): د ولسي جرګې ځيني غړي ادعا کوي چې د هوشمند ښارګوټي بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې د خليل الله فيروزې د ګډون لپاره اووه ميليونه ډالره رشوت ورکړ شوى او دغه کار د ولسمشر د حقوقي سلاکار او هغه ته د نږدې کسانو له لوري ترسره شوى دى.
دا موضوع نن د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې د شکايتونو اورېدو کمېسيون مشر عبيدالله بارکزي او د دغه کمېسيون غړي الله ګل مجاهد له لوري مطرح شوه.
د "هوشمند" ښارګوټي د جوړولو کار تېره اوونۍ د غوره حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضياء مسعود، سيد سعادت نادري، د ښارجوړونې وزير، د ولسمشر د حقوقي سلاکار محمدعلي محمدي او د ملي شورا ځينو غړو په ګډون په کابل کې پيل شو.
د دې پروژې د پيل په مراسمو کې چې ويل کېږي ٩٨ ميليونه ډالر پانګونه په کې شوې ده، خليل الله فيروزي د کابلبانک په قضيه کې اصلي مجرم چې پر لس کاله حبس محکوم دى، هم برخه درلوده.
الله ګل مجاهد دې موضوع ته په اشارې سره وويل: "د ترلاسه شوو اسنادو پر بنسټ د ښارجوړونې وزير ګرم نه دى او دغه وزارت د ولسمشر د حقوقي سلاکار د فرمان له مخې، دغه ښارګوټي ته جواز ورکړى دى."
نوموړي زياته کړه: "خليل الله فيروزي په دې سيمه کې يوازې ١٢ جريبه ځمکه لري چې هغه هم کابلبانک ته د ضمانت په ډول ورکړل شوې وه چې وروسته يې د ځينو کسانو په همکارۍ ٥٠ جريبه دولتي ځمکه هم په کې ورګډه کړې ده او قواله يې ورته جوړه کړې ده."
مجاهد وړاندې وويل: "ايا ولسمشر ناروغ دى چې حقوقي سلاکار فرمان ورکوي او يو مجرم چې د خلکو شتمنۍ يې لوټ کړې، خوشى کوي."
د ولسي جرګې دغه غړي ادعا وکړه، کوم اسناد او شواهد چې د شکايتونو اورېدو کمېسيون لاس ته ورغلي دي دا ښيي چې خليل الله فيروزي د ولسمشر حقوقي سلاکار او د ولسمشر شاوخوا نورو کسانو ته د اوو ميليونو ډالرو په بدل کې د ياد ښارګوټې د بنسټ ډبرې په اېښودوو کې د ګډون لپاره له زندانه را ايستل شوى وو.
الله ګل مجاهد وويل: "د جمهوري رياست له ارګه د ملا نصرالدين کور جوړ شوى؛ څوک چې څه غواړي کوي يې او څوک ځواب ويونکى نشته."
د شکايتونو اورېدو کمېسيون مشر او د اروزګان خلکو استازي عبيدالله بارکزي د دې موضوع په تاييد سره وويل: "موږ پرون د ښارجوړونې وزير راغوښتى و، هغه ګرم نه دى، سلاکار څه حق لري چې فرمان ورکړي او خليل الله فيروزي خوشى شي."
هغه زياته کړه: "که حقوقي سلاکار صلاحيت او مسووليت لري، بايد دواړه ډاکتران (اشرف غني او عبدالله عبدالله) ارګ او سپيدار قصر پرېږدي څو حقوقي سلاکار کارونه ترسره کړي."
د دې خبرو په دوام د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي هم وويل چې د يو مجرم خوشي کېدل کوچنى کار نه دى او دا قضيه د پوښتنې وړ ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن