جلال اباد (پژواک، ۲۰ لړم ۹۴): د افغانستان له پانګونې د ملاتړ ادارې چارواکي وايي چې د کورني توليداتو د ښه بازار لپاره هېواد ته د وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړېږي.
د يادې ادارې رييس قربان حقجو دا څرګندونې د ننګرهار په شېخ مصري صنعتي پارک کې د پنځه ميګاواټه برېښنا د توربين د فعالولو په مراسمو کې وکړې.
دا برېښنا به په ياد صنعتي پارک کې لسګونه فابريکو ته ووېشل شي چې د چارواکو په وينا، پر کورني توليداتو به ښه اغېزه ولري.
حقجو وويل: ((پر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې کمې دي، دې کار پر کورني توليداتو بده اغېزه کړې، موږ د حکومت اقتصادي شورا ته طرحه وړاندې کړې چې راتلونکې شبنې به بحث پرې وشي.))
هغه وايي چې د دې طرحې له مخې د کورني توليداتو د ښه باراز لپاره بايد پر وراداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې شي.
اخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په دې مراسمو کې وويل چې د شېخ مصري صنعتي پارک ۱۵ ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري چې پاتې نوره به يې هم ډېر ژر ورکړل شي.
کندوزي وويل: ((دا توربين ۲۵ فابريکو ته برېښنا رسولی شي، له دې سره به زموږ توليدات لاپسې ښه شي.))
والي زياته کړه چې پر دغه توربين ٢٥٠ زره ډالر لګښت راغلی دی.
د ننګرهار په شېخ مصري او حصارشاهي صنعتي پارکونو کې د ۶۱زره فابريکو د فعالېدو امکان شته، چې د چارواکو په وينا تر اوسه سلګونه فابريکې فعالې شوې دي.
امنیت، د برېښنا نه شتون او د نورو اسانتياوو نشتوالی د دې فابريکو پر وړاندې لوی خنډونه دي خو د ایسا رييس او د ننګرهار والي وايي چې حکومت به پانګوالو ته دا اسانتياوې برابرې کړي.
د ننګرهار والي پر ولس غږ وکړ چې د کورني توليداتو د بازار لپاره بايد د دې فابريکو توليد وکاروي څو له يوه طرفه زرګونه خلکو ته کار پيدا شي او بله خوا کورنی اقتصاد پياوړی شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن