ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په زابل کې له داعش سره جګړه تاييده کړه، خو مرګ ژوبله کمه ښيي

طالبانو په زابل کې له داعش سره جګړه تاييده کړه، خو مرګ ژوبله کمه ښيي

author avatar
11 Nov 2015 - 13:52
طالبانو په زابل کې له داعش سره جګړه تاييده کړه، خو مرګ ژوبله کمه ښيي
author avatar
11 Nov 2015 - 13:52

کابل  (پژواک، ٢٠ لړم ٩٤): وسله والو طالبانو د لومړي ځل لپاره ومنله چې په زابل ولايت کې يې له داعش وسله والو سره يوازې ٢٤ ساعته جګړه کړې ده.

د زابل چارواکي وايي چې له تېرو ‌څلورو ورځو راهيسې د دغه ولايت په ارغنداب، خاک افغان او دايچوپان ولسواليو کې د ملا اختر منصور په مشرۍ د طالبانو او د ملا منصور دادالله په مشرۍ د بلې وسله والو ډلې چې د داعش د ازبک جنګياليو ملاتړ هم ورسره دى، نښتې روانې دي.

د زابل د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې نښتو کې تر اوسه له دواړو لورو تر ١١٠ زيات وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

دغه راز دوى وايي چې پرون ازبک وسله والو د طالبانو پر والي او نظامي قوماندان ځانمرګى بريد کړى چې د مرګ ژوبلې په اړه يې تر اوسه کره معلومات نشته.

خو وسله وال طالبان د يادې جګړې په اړه خپاره شوي راپورونه او دولتي ادعا ردوي او زياتوي چې دا جګړه د زابل په شمالي سيمو کې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ د ٢٤ ساعتونو لپاره وه او اوس پاى ته رسېدلې ده.

د طالبانو د يوه وياند قاري يوسف احمدي له خوا د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا جګړه د طالبانو خپلمنځي جګړه نه وه.

سرچينې زياته کړې: ((دا جګړه له هغو کسانو سره وه چې ځانونه د داعش وسله وال بولي، پر طالبانو د بغاوت، ګوډاګيتوب او نور  بدالزامات لګوي او مجاهدين مرتدين بولي، دې ډلې تر دې مخکې په ننګرهار ولايت کې هم د طالبانو پر ضد بغاوت کړى و.))

د طالبانو په اعلاميه کې راغلي، د داعش وسله وال د پيسو او نورو مقاصدو لپاره  بې ګناه او بې دفاع ولسي خلک تښتول، د کورونو او مالونو ضبطول، بې محاکمې قتلونه، د مسلمانو ښځو او ماشومانو تښتول او نور غير شرعي کارونه يې ترسره کول.

طالبانو ويلي، له داعش سره د تفاهم لپاره يې هغوى ته پلاوي واستول، خو هغوى مثبت ځواب نه ورکاوو، ټول وړانديزونه يې په تکر سره ردول چې بالاخره خبره وسله والې نښتې ته ورسېده.

سرچينې زياته کړې چې منصور دادالله د ځان د تقويې لپاره له داعش سره اتحاد کړى و، دوى ډېرې هلې ځلې وکړې چې له دادالله سره هم تفاهم وکړي، خو هغه هم ونه منله.

طالبانو ويلي، کله چې تفاهم ناکام شو، نو دوى د داعش د فتنې د دفع کولو لپاره نظامي عمليات پيل کړل.

سرچينې زياته کړې: ((د زابل پېښه  د جګړې د دوام او دوه اړخيزو تلفاتو له اړخه  تر هغه  ډېره وړه وه چې نړيوالې رسنۍ يې په اړه تبليغات کوي. په جګړه کې د دواړو خواوو تلفات تر هغه په مراتبو کم دي چې له جګړې وړاندې يې تصور کېده.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.