ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځانګړو ځواکونو بيا په خوست کې دوه ملکي وګړي وژلي

ځانګړو ځواکونو بيا په خوست کې دوه ملکي وګړي وژلي

author avatar
11 Nov 2015 - 11:55
ځانګړو ځواکونو بيا په خوست کې دوه ملکي وګړي وژلي
author avatar
11 Nov 2015 - 11:55

خوست ښار (پژواک، ٢٠ لړم ٩٤): په خوست ولايت کې د کمپاين په نوم ځانګړو افغان ځواکونو د شپنيو عملياتو په ترڅ کې دوه ملکي وګړي وژلي دي.

د خوست مرستيال والي عبدالواحد پټان د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د عليشېرو ولسوالۍ د دروېزګۍ په کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې ځانګړو ځواکونو په سيمه کې عمليات ترسره کول چې له يوه کور څخه پرې ډزې شوې چې په ځوابي ډزو کې دوه تنه وژل شوي دي.

نوموړى وايي چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي جاوېد الله پژواک اژانس ته وويل چې د کمپاين ځواکونو د عملياتو پر مهال پلار او زوې وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((د سيمې يوه اوسېدونکي د خپل دوکان او کور پر سر پيره کوله، کله چې ځواکونه راغلي، ده پرې غږ کړى، هغوى چې ځواب نه دى ورکړى، هغه هوايي ډزې کړې چې په ځوابي ډزو کې ووژل شو.))

د نوموړي په وينا، کله چې يې زوى راوتلى دى، ځانګړو ځواکونو پر هغه هم ډزې کړې او وژلى يې دي.

د سيمې يوه بل اوسېدونکي محمد رسول وويل چې ځانګړو ځواکونو پر يوه کور عمليات کړي چې په تېروتنه له بل کور څخه پرې ډزې شوې او ياد کسان وژل شوي دي.

د يادونې ده، پنځه ورځې مخکې (د لړم ١٦مه) د کمپاين په نوم ځانګړو افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې دوه ملکي ووژل شول او دوه نور يې له ځان سره وړي وو.

دغه عمليات د دغه ولايت د مرکز اړوند د ډيري په سيمه کې ترسره شوي وو.

د خوست والي حکم خان حبيبي هغه مهال په يوه خبري کنفرانس کې د ملکي وګړو د وژلو د  غندنې تر څنګ ويلي وو  چې له امنيتي مسوولينو سره به د ځانګړې ناستې پر مهال د دې پېښې پر څرنګوالي خبرې کوي.

هغه ژمنه کړې وه چې دا ډول پېښې به بيا نه تکرارېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.