کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٤): د ملي امنيت سلاکار وايي چې افغان ملي دفاعي ځواکونه له هېواده د دفاع وړتيا لري، خو په ځينو برخو کې د نړيوالو مرستې ته بيا اړتيا شته.
د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ د لړم په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر پرون د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو له مشرانو سره دوه غونډې وکړې.
هغه زياته کړه، لومړۍ غونډه چې د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ سره وه، د افغانستان پر وروستيو امنيتي مسايلو او د ناټو پر راتلونکو همکاريو خبرې وشوې.
د غورځنګ په وينا، د دې ليدنې پر مهال د ملي امنيت سلاکار په ډاګه کړه چې افغان ملي امنيتي ځواکونه له هېواده د دفاع وړتيا لري، خو په ځينو برخو کې اوس هم د نړيوالو مرستو ته اړتيا لري، څو ښه تجهيز شي.
دى وايي چې د ناټو سرمنشي ژمنه ورکړه چې دا سازمان به تر ٢٠١٦ کال وروسته هم له افغان ملي امنيتي ځواکونو سره خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.
د ناټو سرمنشي جينز سـټولټنبرګ د دې ليدنې پر مهال ويلي چې راتلونکې مياشت د ناټو د بهرنيو چارو وزيران او راتلونکى کال د ناټو سرمشريزه غونډه کې به د افغانستان په اړه د دغه سازمان د راتلونکي ماموريت او د مرستو پر څرنګوالي خبرې وشي.
د ملي امنيت شورا وياند وايي چې حنيف اتمر دغه راز د ناټو په مقر کې د دغه سازمان د شمالي انتلانتيک (ناک) له پوځي او سياسي مشرانو سره په يوه غونډه کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې د ناټو د سرمنشي په ګډون د دغه سازمان د ٢١ هېوادونو سفيرانو او نورو استازو ګډون کړى و.
غورځنګ وايي چې د ملي امنيت سلاکار د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه معلومات ورکړل او اوسنى وضعيت يې تشريح کړل.
د نوموړي په وينا، د غونډې ګډونوالو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ملي يووالي حکومت د اصلاحاتو په اړه معلومات وغوښتل چې د حنيف اتمر له خوا ورته وړاندې شو.
اتمر ويلي چې د افغانستان حکومت د اصلاحاتو پر يوه لوى پروګرام کار پيل کړى چې په ترڅ کې به يې په امنيتي، اقتصادي، او سياسي سکتورونو کې اصلاحات راوستل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن