کابل ( پژواک، ٢١ لړم ٩٤ ) : د افغانستان کرکټ بورډ او سر روزونکي انضمام الحق ترمنځ يو کلن قرارداد لاسليک شو.
پخواني پاکستاني کپتان او لوبغاړي انضمام الحق سره د افغانستان کرکـټ بورډ د زمبابوې سياليو لپاره د روزونکي په توګه لنډمهاله قرارداد کړى و.
خو وروسته له هغه چې افغانستان د زمبابوې پياوړې لوبـډلې ته ماتې ورکړه، نو ادارې پرېکړه وکړه چې له انضمام الحق سره يو کلن قرارداد لاسليک کړي.
د افغانستان کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې انضمام الحق د لومړي ځل لپاره نن کابل ته ورسېد.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش د ياد قرارداد د لاسليک پر مهال په يوه خبري غونډه کې وويل چې انضمام الحق د نړۍ له مخکښو لوبغاړو څخه وو او د کرکټ په ډګر کې د نوموړي پوهه او د روزنې په برخه کې د هغه تجربې د ستاينې وړ دي.
دانش د زمبابوې پر وړاندې د سياليو په جريان کې د انضمام الحق د اغېزمنتيا په هکله وويل "انضمام الحق د پياوړو روزنيزو کړنلارو څخه په ګټه اخيستنې سره د لوبغاړو روزنه کوله چې په پايله کې يې موږ په دواړو برخو کې برياوې راوړې."
دانش له انضام الحق سره د شوي تړون په اړه وويل : "د کرکټ بورډ او انضمام الحق ترمنځ يو کلن تړون لاسليک شو چې هر کال به د اړتياوو له ارزونې وروسته غځول کيږي."
انضمام الحق په خپلو خبرو کې وويل چې افغان کرکټ ملي لوبډله له ځانګړو وړتياو برخمنه ده ، خو ددغو وړتياوو را برسېره کولو ته اړتيا لري .
هغه زياته کړه : (( زه باوري يم چې، د همدغو وړتياوو پرمټ به افغانستان د کرکټ نړيوالې شورا په کچه بشپړ غړيتوب ترلاسه کوي."
انضمام الحق وويل : "افغان لوبغاړو د دوهمې درجې غړيتوب لرونکو لوبډلو پر وړاندې ډېرې لوبې ترسره کړې ، خو اوس وخت د بشپړ غړيتوب لرونکو لوبډلو پر وړاندې د سياليو او د بريا راوړلو دی."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن