ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هند پوليس افغانانو ته ستونزې جوړوي

د هند پوليس افغانانو ته ستونزې جوړوي

author avatar
12 Nov 2015 - 14:34
د هند پوليس افغانانو ته ستونزې جوړوي
author avatar
12 Nov 2015 - 14:34

ډيلى (پژواک، ۲۱ لړم ۹۴): په هندوستان کې يو شمېر افغانان د پوليسو د راجستر له پروسې شکايت کوي او وايي چې اړوند مسوولين ورسره ښه چلند نه کوي.

افغانان هند ته تر رسېدو وروسته  اړ دي چې ځانونه د پولیسو له ټاکل شوي دفتر سره د بهرنيو اتباعو له دفتر سره ثبت کړي او په اسنادو کې  ورته  ثابته کړي چې دوی چېرته  شپې او ورځې تېروي.

ازاد خبریال میرویس جلالزی څه موده وړاندې هندوستان ته تللی دى.

هغه په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((یواځېنی هېواد هندوستان  دی چې حکومت او عام خلک ورته د نږدې ملګري هېواد په سترګه ګوري خو بیا هم دلته  له داسې چلند سره مخ کېږي چې د زغملو نه دی.))

ده وويل چې يو شمېر افغانان د سياحت لپاره هند ته ورځي خو د ښځو او ماشومانو په ګډون بيا ډېرې کسان د درملنې لپاره هند ته ځي.

هغه وايي چې په دې پروسه کې د روغو کسانو تر څنګ ناروغان هم ځورول کېږي.

هغه نيوکه وکړه چې په هند کې د افغان سفارت چارواکي پر دې ستونزه خبر دي خو د حل لپاره يې هېڅ ډول اقدام نه کوي.

جلالزي زياته کړه: ((پاکستان موږ ټول  د مخالف هېواد په نوم پېژنو خو دومره ستونزې هغوى نه جوړوي څومره چې د هند پوليس  يې جوړوي.))

د ننګرهار اوسېدونکي عبيدالله هم وايي چې هندوستان د راجستر په پروسه کې ډېرې ستونزې پيدا کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.