ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه نابينا په برېل ليک شل کتابونه چاپ کړي

يوه نابينا په برېل ليک شل کتابونه چاپ کړي

author avatar
12 Nov 2015 - 11:30
يوه نابينا په برېل ليک شل کتابونه چاپ کړي
author avatar
12 Nov 2015 - 11:30

تالقان (پژواک، ٢١ لړم ٩٤): د تخار يوه اوسېدونکي چې خپلې دواړه سترګې يې د ماين په چاودنه کې له لاسه ورکړې، تر اوسه يې په برېل ليک شل کتابونه ټايپ کړي دي.

شاه محمد د تخار ولايت د مرکز تالقانو اوسېدونکى دى، ٣٩ کاله عمر لري د ږيري او سر په ويښتانو کې يې سپين هم ليدل کېږي خو خپلې چارې په ډېره مينه ترسره کوي.

شاه محمد د خپلو سترګو د له لاسه ورکولو کيسه پژواک خبري اژانس داسې ته وکړه: ((١١ کلن وم په څلورم ټولکې مې زده کړې کولې، د لوبو په ميدان کې مې لوبې کولې چې د هاوان مرمۍ په ميدان کې ولګېده او زما دواړه سترګې ړندې شوې.))

ده زياته کړه: ((١٨ کاله مې په کور کې تېر کړل خو چې فکر مې وکړ که همداسې په کور کې پاتې شم نو خلک به راته ړوند شامحمد وايي نو ښه ده چې زه بايد يو څه زده کړم.))

ده وويل چې د برېل ليک د زده کولو په موخه يې په تالقانو کې د سويډن کمېټې ته مراجعه وکړه.

خو ده زياته کړه: ((کله چې هلته لاړم هغوى راته وويل چې ستا عمر ډېر دى ته برېل ليک نه شي زده کولاى خو ما ټينګار وکړ او هغوى چې کله زما وړتيا وليده نو د برېل ليک د زده کولو چانس يې را کړ.))

هغه وايي چې د دريو کلونو په موده کې يې برېل ليک زده کړ او تر هغه وروسته يې په کابل کې د برېل ليک په يو سيمينار کې هم ګډون وکړ.

دى وايي چې له ياد سيمنار وروسته يې په بريل ليک د کتاب ليکلو جواز ترلاسه کړ او په تالقانو کې د بريل ليک د ښوونکي په توګه يې دنده هم پيل کړه.

شاه محمد وايي چې تر اوسه په برېل ليک د بېلابېلو ټولګيو شل کتابونه ټايپ کړي دي.

هغه زياته کړه: ((تر اوسه مې له لومړي ټولګي څخه تر پنځم ټولګي پورې ریاضي، دري، دنیات، ساینس، دیني علوم، سیرت النبي او یو شمېر نور کتابونه برېل ته اړولي او چاپ کړي مې دي.))

د نوموړې د معلوماتو له مخې چې يو روغ کس ورته کتاب لولي او دى بيا په برېل ليک سره ټايپ کوي.

شاه محمد نابينايانو ته د خدمت په موخه غواړي چې يو شمېر نور علمي کتابونه هم په برېل ليک باندې وليکي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.