جلال اباد (پژواک، ٢٢ لړم ٩٤): د لغمان چارواکي وايي، د دې ولايت په قرغيو ولسوالۍ کې د چت لوېدو له امله دوه ماشومان مړه شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د قرغيو په کريم اباد سيمه کې د وروستيو ورښتونو له امله د يوه کور د دوو کوټو چتونه را لوېدلې دي.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې د دې کورنۍ دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړى او يوه مېرمن ټپي شوې، چې روغتون ته لېږدول شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن