ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ملا دادالله نه دى وژل شوى”

“ملا دادالله نه دى وژل شوى”

author avatar
13 Nov 2015 - 10:15
“ملا دادالله نه دى وژل شوى”
author avatar
13 Nov 2015 - 10:15

کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٤): له طالبانو څخه جلا شوې ډلې د ملا منصور دادالله وژل کېدل رد کړي دي.

دا په داسې حال کېده، چې تېره ورځ د زابل امنيتي چارواکو ادعا کړې وه، چې نوموړى د طالبانو په خپلمنځۍ جګړه کې وژل شوى دى.

د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي ويلي و، وړمه شپه د ملا اختر وسله والو د خاک افغان ولسوالۍ د کلرغان په سيمه کې د ملا منصور دادالله پر کور عمليات کړي او هغه يې وژلى دى.

خو له طالبانو څخه د جلا شوې ډلې وياند قاري حمزه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د زابل په جګړه کې د دوى له لوري د اخترمحمد پر کسانو بريدونه شوي، چې له امله يې ګڼ شمېر کسان وژلي دي.

ده زياته کړې، د همدې خبرې د پټولو لپاره هغوى د منصور دادالله د وژل کېدو مسئله راپورته کړې ده.

هغه وايي: "زموږ د دقيقو معلوماتو له مخې، ملا منصور داد الله ژوندی او روغ رمټ دی."

ملا منصور دادالله د طالبانو د پخواني قوماندان ملا دادالله ورور دى، چې د ملا عمر تر وژل کېدو وروسته يې له طالبانو سره اختلافات پيدا شول، د ملا اختر منصور مشري يې ونه منله.

تېره مياشت ځينو طالب مشرانو د ملا رسول په مشرۍ نوې ډله جوړه کړه او ملا منصور دادالله يې د دې ډلې مرستيال وټاکه.

د روان لمريز کال په پيل کې يو شمېر ازبک جنګيالي د زابل په خاک افغان او ارغنداب ولسواليو کې مېشت شول او وروسته منصور دادالله هم دغې سيمې ته ولاړ او له اختر محمد منصور سره يې مخالفت اعلان کړ.

دغه راز قاري حمزه په زابل کې د ٧ تنو د سر پرې کولو په اړه وايي، په زابل کې چې کله جګړه پيل کېده، نو ټول نيول شوي کسان له دوى سره وو، خو کله چې پر دوى د اخترمحمد کسانو بريدونه پيل کړل، نو له دوى څخه يې ځينې سيمې ونيولې او نيول شوي کسان يې هم په همدې سيمو کې پرېښودل.

ده ادعا کړې، له دغو کسانو څخه د اخترمحمد قومندان (عزيزي) د دوى د بدنامولو په موخه، سرونه پرې کړي دي.

له يادو کسان څخه کابو يوه اونۍ وړاندې (د لړم ١٧مه) سرونه پرې شول، چې په غبرګون کې يې د لړم په شلمه، په کابل ښار کې زرګونو کسانو لاريون وکړ او د داعش، طالب او دولت پر ضد يې شعارونه ورکول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.