کابل (پژواک، ٢٣ لړم ٩٤): د سپين غر زمريانو کرکټ لوبـډلې د هېواد په کچه د کرکټ د ټولو لويو ملي سياليو "شپږېزې" په پاى لوبه کې د کابل بازانو ته په ماتې ورکولو سره د يادو سياليو اتلولي خپله کړه.
دا سيالۍ چې د شپـږو کورنيو لوبډلو په ګډون د لړم په ١١مه په کابل کې پيل شوې وې چې په ترڅ کې يې د بارانونو له امله څو لوبې ونه شوې، خو د زياتو لوبو د ګټلو او د منډو اوسط ته په کتلو سره د کابل بازان او سپين غر زمريانو لوبـډلو پاى ته لوبې ته لاره پيدا کړې وه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ميدان د لوندوالي له امله پرون له غرمې وروسته د يادو لوبډلو تر منځ پاى لوبه لس لس اوره ترسره شوه.
هغه زياته کړه چې د دې لوبې پچه د سپين غر لوبـډلې وګټله او د کابل بازانو ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه، د بازانو لوبډلې په ټاکل شوو ١٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ٨٥ منډې جوړې کړې او زمريانو ته يې د ٨٦ منډو هدف ورکړ.
د کابل بازانو لوبډلې له لوري شهزاد محمدي په زړه پورې لوبه وکړه او ٣٦ منډې يې جوړې کړې، د سپين غر لوبـډلې له لوري ظاهر شېرزاد او نواز احمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
هوتک وايي چې د سپين غر لوبډلې ياد هدف له يوې په زړه پورې سيالۍ وروسته د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه لوبه يې وګټله او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه. کابل بازانو توپ اچوونکو له خوا راشد ارمان او انعام الله دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د هوتک په وينا، نواز خان د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. سربېره پر دې، د سپين غر لوبډلې لوبغاړى سميع افريدی د سيالۍ غوره توپوهونکی، راشد ارمان د غوره توپ اچوونکي او محمدنبي عيسی خېل د دې سياليو غوره لوبغاړی ونومول شول.
د دغو سياليو د پاى په مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس او نور کار کوونکي، د ولسمشرۍ ماڼۍ، د چارو ادارې، ملي شورا غړو تر څنګ په کابل کې د پاکستان سفير ابرار حسين، د ملي لوبډلې نوي روزونکي انضمام الحق او نورو کسانو برخه اخيستې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن