کابل ( پژواک، ٢٣ لړم ٩٤ ) : راپورونه وايي چې د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې تېره شپه د ډله ييزو بريدونو په ترڅ کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بهرنيو رسنيو خبر ورکړى چې دا بريدونه تېره شپه ناوخته د پاريس په بېلا بېلو سيمو کې ترسره شوي دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، وسله والو بريدګرو د پاريس پر يوه تياتر، رستورانټ او د لوبو پر يوه لوبغالي بريدونه کړي دي.
راپورونه وايي چې لومړۍ پېښ د پاريس ختيځه سيمه بټاکلان کې په يوه تياتر کې رامنځته شوې، چېرته چې وسله والو بريدګر د يوه کنسرټ پر ګډونوالو
ډزې کړې دي.
ځايي امنيتي مسوولينو ويلي، چې وسله والو لومړى پر ګډونوالو ډزې کړې او يو شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې او بيا يې لسګونه کسان يرغمل نيولي وو.
د فرانسې پوليسو ويلي، کله چې ځانګړو ځواکونو د يرغمل نيول شويو کسانو د خوشې کولو لپاره عمليات په لاره واچول، نو درېيو بريدګرو ځانونو ته چاودنې ورکړې او نورو يې پر يرغمل نيول شويو کسانو ډزې وکړې، چې له امله يې تر ١٠٠ زيات کسان ووژل شول.
بله خوا راپورونه وايي چې يوه ځانمرګي بريدګر د پاريس ښار شمالي سيمه کې دفوټبال د يوه لوبغالي مخې ته ځانته چاودنه ورکړې چې له امله يې پنځه کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
ددې بريد پر مهال په ياد لوبغالي کې د فرانسې او المان ترمنځ دوستانه لوبه روانه وه چې د فرانسې ولسمشر يې هم نندارې ته ورغلى و، خو تر بريده وروسته ولسمشر په خوندي توګه له لوبغالي څخه ويستل شوى دى.
د فرانسې پوليسو ويلي، چې درېيم بريد د پاريس په شمالي سيمه کې پر يوه رستورانټ شوى چې هلته يې هم ځينو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د وروستيو معلوماتو له مخې، په دې بريدونو کې ١٦٠ کسان وژل شوي او تر ٢٠٠ زيات ټپيان دي چې د ٨٠ کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن