ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو ٦٥ سرتېري له وسلو سره طالبانو ته تسليم شول

د ملي اردو ٦٥ سرتېري له وسلو سره طالبانو ته تسليم شول

author avatar
14 Nov 2015 - 11:02
د ملي اردو ٦٥ سرتېري له وسلو سره طالبانو ته تسليم شول
author avatar
14 Nov 2015 - 11:02

لښکرګاه(پژواک،٢٣لړم٩٤): په سنګين ولسوالۍ کې د ملي اردو ٦٥ سرتېري له وسلو سره يو ځاى طالبانو ته تسليم شوي دي.

د هلمند والي ميرزا خان رحيمي د لړم په٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د ملي اردو ٦٥ سرتېري طالبانو ته تسليم شوي دي.

هغه وايي چې د يادې موضوع د څېړنې په موخه يې يو پلاوى سنګين ولسوالۍ ته استولى چې تر څېړنو وروسته به بشپړ راپور له رسنيو سره شريک کړي.

د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالعزيز پژواک ته وويل : (( دا ډيره مهمه پوسته وه، د ولسوالۍ شمال لورته پرته  وه او د ولسوالۍ ټول امنيت يې ساتلى و.))

ده هم وويل چې د يادې پوستې ټول سرتېري له وسلو سره ځاى وسله والو طالبانو ته تسليم شوي دي.

دغه راز د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې وړمه شپه د سنګين ولسوالۍ د ستيشن سيمې له قرارګاه څخه د پنځو قوماندانو په ګډون د ملي اردو ٦٥ سرتېري طالبانو ته تسليم شوي دي.

هغه وايي چې يادو کسانو له ځان سره پنځه ټانکونه او ٧٣ ميله سپکه او درنه وسله هم راوړې ده.

هغه زياته کړه : (( دغه کسان موږ اوس امنو سيمو ته انتقال کړي دي.))

دا په داسې حال کې ده چې په هلمند کې امنيتي چارواکو ويلي چې د سنګين ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې يې پوځي عمليات پيل کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.