ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له څلورو دوسيو پرته د کندوز محکمې ډېرى محرم اسناد خوندي دي

له څلورو دوسيو پرته د کندوز محکمې ډېرى محرم اسناد خوندي دي

author avatar
14 Nov 2015 - 17:22
له څلورو دوسيو پرته د کندوز محکمې ډېرى محرم اسناد خوندي دي
author avatar
14 Nov 2015 - 17:22

کندوز (پژواک، ٢٣ لړم ٩٤): د کندوز لومړنۍ محکمې پر دوو غلو د حبس حکم په صادرولو سره وايي چې د کندوز ښار سقوط پر مهال د محکمې څلور قضايي دوسيې غلا شوې دي او پاتې نورې دوسيې او پټ اسناد خوندي دي.

قضاوتپوه فضل الرحمن فضلي د کندوز استیناف محکمې مشر نن د يوې علني محکمې په ترڅ کې وويل چې صفي الله او دوست محمد د جزا قانون ٤٦٠ مادې له مخې د دولتي مالونو د غلا په جرم ، هر يو په يو نيم کال تنفيذي حبس محکوم شول.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر مجرمينو د موظف څارنوال له لوري د دعوې اقامې له مخې ، لومړنۍ محکمې هغوى پر حبس او د غلا شوو توکو چې ټولټال ارزښت يې کابو ١٥٠٠ افغانۍ کېږي او د ملي اردو د جلب او جذب له مرکز څخه غلا شوې وو، په سپارلو يې مکلف کړي دي.

تورن کسان د دې ترڅنګ چې خپل جرم مني، خو وايي چې د بدې ورځې، بېوزلۍ له امله يې دا توکي پټ کړي دي.

د صفي الله په نوم يو تن  وويل چې د کندوز ښار سقوط پر مهال د کورنيو اقتصادي ستونزو له امله د کندوز ملي اردو جلب او جذب مرکز ته دننه شول، دوه بورۍ نخود او اووه منۍ يوه بورۍ لوبيا، د لمريزې برېښنا يوه دستګاه او يوه بطرۍ يې را و ايستل څو په بازار کې يې وپلوري.

نوموړي زياته کړه: "کله چې هر لور ته ولاړم کار نه و، له هر لور څخه د مرميو باران وو، ماشومان مې وږي وو، ومې ليدل چې هر څوک مواد راباسي، ما هم دا را وايستل او ومې ويل چې څو ورځې به مې روزګار روان شي."

بل تورن کس چې همدومره مواد غلا کړي وو، هغه هم دا کار د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله بللی دى.

هغوى غوښتنه وکړه چې د قضايي پلاوي له لوري دې بښنه ورته وشي، خو محکمه وايي چې ياد دوه کسان د دوو نورو محکمو (استيناف او تميز) حق لري او کولى شي چې له ځان څخه دفاع وکړي.

کندوز ښار د تلې شپږمه د طالبانو لاس ته پرېوت ، طالبانو درې ورځې پرې واکمني درلوده چې وروسته بيا ښار د امنيتي ځواکونو عملياتو په ترڅ کې د دولت تر ولکې لاندې راغى.

په ياده جګړه کې د ملکي تلفاتو تر څنګ هستوګنې کورونو، هټيو او نورو دولتي عامه شتمنيو ته هم  زيانونه واوښتل.

د کندوز استنياف محکمې مشر وايي چې د کندوز جګړو پر مهال  د هغوى يو کارکوونکى هم وژل شوى او د دوى له دفترونو څخه کمپيوټرونه، مېزونه او څوکۍ، برېښنايي توکي، فرشونه او لوښي د غلو له لوري لوټ شوي دي.

هغه څرګنده کړه چې د کندوز ښار سقوط پر مهال د مجرمينو څلور جزايي دوسيې غلا شوي دي او پاتې نورې دوسيې او محرم اسناد په خپلو ځايونو کې خوندي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.