ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سيالۍ په موخه  اماراتو ته روانه شوه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سيالۍ په موخه اماراتو ته روانه شوه

author avatar
15 Nov 2015 - 16:31
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سيالۍ په موخه  اماراتو ته روانه شوه
author avatar
15 Nov 2015 - 16:31

کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٤ ) : د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د پي اين جي ملي لوبډلې پر وړاندې دانټرکانټنينټال سيالۍ لوبې ترسره کولو په موخه متحده عربي اماراتو ته روانه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريدهوتک دلړم په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملي لوبډله به د پي اين جي ملي لوبډلې پر وړاندې د انټرکانټيننټل کپ سياليو د لړۍ څلور ورځينۍ سيالۍ  د نوامبر په ۲۱مه ( دلړم په ٢٩مه،) ترسره کوي.

هغه زياته کړه، له پي اين جي سره تر سيالۍ مخکې به ملي لوبډله له عمان لوبډلې سره د نومبر په ۱۶مه  درې ورځنۍ تمريناتي سيالي پيلوي او د پي اين جي پر وړاندې د نړيوالې څلور ورځنۍ سيالۍ له ترسره کولو وروسته به د هانګ کانک او عمان لوبډلو پر وړاندې نړيوالې شل اووريزې سيالۍ وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش د ملي لوبډلې رخصتولو پر مهال وويل :" د پي اين جي پر وړاندې سياليو لپاره پياوړې لوبډله ټاکل شوې ده،. موږ د ټيسټ تر دريځه تلل غواړو او په دغه لاره کې بايد هر سيال ته ماتې ورکړ".

يادونې ده، چې افغانستان تر اوسه د انټرکانټنينټال کپ سياليو په لړ کې يواځې له سکاټلينډ سره لوبه کړې وه چې د باران له امله مساوي پاى ته رسېدلې وه.

خو دا چې په دې لوبه کې سکاټلينډ ښه ځلېدلى و، نو هغوى ته ١٤ او افغانستان ته ٧ نومرې ورکړل شوې وې.

د انټرکانټنينټال کپ سياليو کې افغانستان، ايرلينډ، سکاټلينډ، هالنډ، نميبيا، پي اېن جي، هانګ کانګ او د متحده عربي اماراتو لوبډلې ګډونوالې دي.

د  ايرلينډ لوبډلې دوه لوبې کړي، دواړه يې ګټلي او د ٤٠ نومرو لرلو سره د نومرو په جدول کې لومړى، هالنډ دويم ،نميبيا درېيم او افغانستان د يوې لوبې په کولو سره له اوو نومرو سره په شپږم مقام کې ځاى لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.