ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنيانو پر موټر ځانمرګي بريد کې يو تن وژل شوى او ١٢ نور ټپيان دي

د بهرنيانو پر موټر ځانمرګي بريد کې يو تن وژل شوى او ١٢ نور ټپيان دي

author avatar
15 Nov 2015 - 17:57
د بهرنيانو پر موټر ځانمرګي بريد کې يو تن وژل شوى او ١٢ نور ټپيان دي
author avatar
15 Nov 2015 - 17:57

لښکرګاه (پژواک، ٢٤ لړم ٩٤): د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د بهرنيو ځواکونو پر موټر ځانمرګى بريد شوى، چې له امله يې يو ملکى وګړى وژل شوى او ١٢ نور ټپيان دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن مازيګر په شاوخوا څلورنيمو بجو د لښکرګاه په لومړۍ ناحيه کې د ملي امنيت رياست ودانۍ سره نږدې، د بهرنيو ځواکونو درې موټر روان وو، چې پر يوه يې د موټربم په وسيله ځانمرګى بريد شوى دى.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې يو ملکي وګړى وژل شوى، يو پوليس او ١١ عام وګړي ژوبل شوي دي.

د هغه په وينا، د چاودنې له امله د بهرنيانو يو موټر ويجاړ شوى، خو ځاني زيان ورته نه دى رسېدلى.

د لښکرګاه د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، دوى ته له يادې پېښې څخه يو مړى او ١٢ ټپيان ور وړل شوي دي.

د دې بريد مسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دى اخيستى.

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.