ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند لپاره زر پروژې منظورې شوې دي

د هلمند لپاره زر پروژې منظورې شوې دي

author avatar
15 Nov 2015 - 15:33
د هلمند لپاره زر پروژې منظورې شوې دي
author avatar
15 Nov 2015 - 15:33

لښکرګاه(پژواک،۲۴لړم۹۴): د هلمند والي وايي چې يواځې د کرنې په برخه کې ددې ولايت لپاره زر پروژې منظورې شوي چې ډير ژر به يې د پلې کېدو چارې پيل شي.

د هلمند والي ميرزاخان رحيمي د لړم په ٢٤مه خبريالانو ته وويل چې د يادو پروژو وړاندېز د ولايتي ادارې او قومي مشرانو له خوا شوى و چې د وزارت له لوري هم ومنل شو .

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې اصلاح  شوي تخمونه، سړې خونې، کرنيز فارمونه، ويالې، باغونه او کرنيزو حاصلاتو ته د مارکېټونو جوړول شامل دي.

ده وويل چې په دې پروژو کې يوه هم د کجکي له برېښنا بند څخه د اوبو د يوه کانال ايستل دي چې نږدې ١٥زره جريبه ځمکه به خړوبه کړي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل : (( دغه پروژې د خلکو په غوښتنه شوي او په کومو سيمو کې چې امنيت نه وي هلته به امنيت ټينګ شي ترڅو پروژې پلې شي.))

ده وويل چې د خلکو په خوښه پلې کېدونکې پروژې ډيرى وخت له امنيتي ستونزو سره نه مخ کيږي.

رحيمي دا هم وويل چې د برېښنا وزارت له لوري هم په دې ولايت کې د برېښنا د کوچنيو توربينونو د نصبولو پروژې منظورې شوې دي.

ده وويل چې د برېښنا د يادو پروژو په پلې کېدو سره به هغو کورنيو ته برېښنا ورکړل شي چې اوسمهال برېښنا نه لري.

والي وويل چې د پوهنې او روغتيا برخو د يو شمېر پروژو وړانديزونه کابل ته استول شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.