ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا په انګور اډه سيمه کې پاکستانيو پوځيانو پر سرحدي پوستو بريدونه کړي

د پکتيکا په انګور اډه سيمه کې پاکستانيو پوځيانو پر سرحدي پوستو بريدونه کړي

author avatar
15 Nov 2015 - 19:36
د پکتيکا په انګور اډه سيمه کې پاکستانيو پوځيانو پر سرحدي پوستو بريدونه کړي
author avatar
15 Nov 2015 - 19:36

کابل (پژواک ٢٤ لړم ٩٤): د پکتيکا د ولايتي شورا مرستيال وايي، د دې ولايت د شکين ولسوالۍ د انګور اډې سيمې پر سرحدي ځواکونو د پاکستانيو پوځيانو له لوري بريدونه شوي دي.

د ولايتي شورا مرستيال نعمت الله بابري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوه بجو د ډيورنډ کرښې په هغې غاړه کې له همدې خاورې څخه پر پاکستانيو ملېشو ميزاييل توغول شوي، چې له امله يې د هغوى ځينو تاسيساتو ته زيان اوښتى دى.

ده زياته کړه، د همدې بريد په غبرګون کې، چې د افغانستان له خاورې نه دى پرې شوى، پاکستانيو پوځيانو د شکين غير رسمي ولسوالۍ پر سرحدي پوستو او نږدې کليو بريدونه پيل کړل.

د هغه په وينا، په دې جګړه تراوسه پورې (د ماښام کابو شپږ نيمې بجې) درې افغان سرحدي پوليس ژوبل شوي، چې د يوه روغتيايي حالت نازک دى.

بابري وايي، د پاکستان پوځ د مېشتو افغان امنيتي ځواکونو پر پوستو سربېره د خلکو پر کورونو هم د هاوان، راکټ او نورو درنو وسلو مرمۍ توغولي، چې د سيمې خلک يې د کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د شکين يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته له درېيو بجو راپدېخوا د شکين او انګور اډې د سرحدي ځواکونو پر پوستو د پاکستانيو ملېشو له لوري د درنو وسلو بريدونه پيل شوي دي.

ده زياته کړه، د جګړو او درنو وسلو د غږونو له امله ډېرى کورنۍ له خپلو سيمو بېځايه شوې دي.

د سرحدې ځواکونو يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط، پژواک ته وويل چې له مازيګر راپدېخوا د شکين د سرحدي ځواکونو پر ټولو پوستو د پاکستانيو ملېشو له لوري سخت بريدونه پيل شوي، چې ځينې سرحدي ځواکونه هم په کې ژوبل شوي دي.

له سيمې څخه د سرحدي پوليسو يوه باوري سرچينه وايي، په دې جګړه کې مقابل لوري ته هم تلفات اوښتي، خو د کره شمېر په اړه يې معلومات نه لري.

پژواک د يادې پېښې په اړه له ډېرو هلوځلو سره سره، د پکتيکا د ولايتي اداري د نظر په اخيستلو ونه توانېد.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.