ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې مدني فعالانو د پاريس پېښې د قربانيانو په ياد شمعې بلې کړې

کابل کې مدني فعالانو د پاريس پېښې د قربانيانو په ياد شمعې بلې کړې

author avatar
15 Nov 2015 - 19:54
کابل کې مدني فعالانو د پاريس پېښې د قربانيانو په ياد شمعې بلې کړې
author avatar
15 Nov 2015 - 19:54

کابل (پژواک ٢٤ لړم ٩٤): په کابل کې يو شمېر مدني فعالانو د فرانسې په پلازمېنې پاريس کې وروستي ترسره شوي بريدونه وغندل او د وژل شويو کسانو په ياد يې شمعې بلې کړې.

د جمعې په شپه (د لړم ٢٢مه) پاريس کې پر څو رسټورانټونو، مېله ځايونو او د فوټبال سيالۍ پر لوبغالي بريدونه وشول، چې له امله يې ۱۲۹ تنه ووژل شول او ١٨٠ نور ټپيان شول.

د غمرازې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د نجيب الله په نوم يوه مدني فعال، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى د هېواد د ځوانانو او مدني فعالانو په استازيتوب، ياد شوي بريدونه په کلکه غندي او د فرانسې له ولس سره په دې غم کې خپل ځانونه شريک بولي.

ده زياته کړه، دا چې افغانان له تېرو څو لسيزو راهيسې جګړو ځپلي او په وروستيو کلونو کې د ترهګرۍ ښکار دي، نو د نړۍ تر هر ولس زيات په دې درد ښه پوهېږي.

يوه بل مدني فعال محمد اسماعيل منګل وايي، د فرانسې له ولس او حکومت څخه مننه کوي، چې زموږ د هېواد په بيارغونه او د ملي ځواکونو په تجهيز او روزنه کې يې مرسته کړې ده.

نوموړي پر نړيوالو غږ وکړ، چې له افغان ولس سره چې هره ورځ د داسې پېښو قرباني وي، په ګډه د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې رښتيني ګامونه واخلي، ترڅو افغانستان او نړۍ له دې پدېدې څخه پاک شي.

په ياده غونډه کې يو پرېکړه ليک هم د مدني فعال جاوېد غفور له خوا ولوستل شو، چې په کې راغلي، د فرانسې وروستۍ پېښې د افغانستان د دولت او خلکو هغه درېځ پياوړی کړ، چې د ترهګرۍ ريښې له افغانستان څخه بهر دي او بايد نړيوال په ګډه د دې ريښو د اېستلو او له منځ وړلو لپاره په ګډه مبارزه وکړي.

په پرېکړه ليک کې زياته شوې، نړيوال بايد د ترهګرو تمويلوونکي، تجهيزوونکي، روزونکي او ساتونکي هېوادونه او سازمانونه په نښه او پرضد يې جدي اقدامات وکړي.

په پرېکړه ليک کې راغلي: "ترهګر او ترهګري دين، مذهب او سرحد نه لري، د پاريس په پېښو کې چې د هر مذهب، قوم او سيمې خلک لاس ولري، مونږ يې په کلکه غندو او غوښتنه کوو، چې د دې پېښې عاملين ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري او سخته سزا ورکړل شي."

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.