کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٤): د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون وايي چې د غوراوي له کمېټې سره په ځنډ چلند شوى او که چېرې يې کار له دې نور هم وځنډېږي، نو د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې به نورې هم وځنډېږي.
د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون مرستيال صديق الله توحيدي نن په کابل کې د ټاکنيو اصلاحاتو په نامه سيمينار ته په وينا کې وويل چې له غوراوي کمېټې سره په ځنډ چلند شوى دى.
هغه زياته کړه: ((ټولو بنسټونو چې په قانون کې يې يادونه شوې وه، خپل استازي يې معرفي کړل، هيله ده چې د کمېشنرانو د غوراوي کمېټې کار ژر تر ژره پيل شي.))
د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د هېواد له بېلابېلو پرګنو د رايو له ترلاسه کولو وروسته خپله لس ماده ييزه لومړنۍ وړاندې شوې کڅوړه د وږي په ٨مه په ټاکنيز نظام کې د سمون لپاره حکومت ته وسپارله چې ولسمشر له دې ډلې اووه يې تاييد کړې او د اصلاحاتو کمېسيون ته يې دنده سپارلې چې د دريو تطبيقي مواردو لارښود وپلټي.
د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو غوراوي کمېټې جوړښت چې اووه غړي لري، د دې وړاندې شوې کڅوړې يوه ماده ده او کمېټه اړه ده څو د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو په نوم نوي کسان حکومت ته پيشنهاد کړي.
کمېټه د يوې ښځې په ګډون د مدني ټولنو له دريو غړو، د سترې محکمې يوه غړي، د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون يوه غړي، د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون يوه غړي او د اداري اصلاحاتو کمېسيون له يوه غړي څخه جوړېږي.
د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون مرستيال خبردارى ورکړ چې که چېرې د غوراوي کمېټې د کار پيل له دې هم وځنډول شي، نو د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د ځنډو مانا لري چې ډېرې ستونزې او ننګونې به له ځان سره ولري.
توحيدي وويل چې د غوراوي کمېټې د کار په پيل سره به د ټاکنو کمېسيون په جوړښت کې بدلون راشي چې په دې بدلون سره به د ټاکنو له قانون سره سم د ټاکنو نېټه اعلان او د ټاکنو ترسره کېدو چمتووالى به ونيول شي.
هغه د ټاکنيزو اصلاتو کمېسيون د نا اجرايي والي په اړه وويل چې دغه کمېسيون د ټاکنو مشري او د هغو د پلي کېدو مسووليت نه لري، دا د حکومت مسووليت دى.
د غوراوي کمېټه د خپل کار له پيله وروسته په کمېسيون کې د غړيتوب لپاره د افرادو غوښتنې څېړي او د څېړنو له پاى ته رسېدو وروسته به ٢١ کسه د ټاکنو خپلواک کمېسيون او ١٥ نور د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون لپاره ١٥ غړي ولسمشر ته ور وپېژني .
ولسمشر د دوى له منځه اووه کسه د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کمېشنر او پنځه نور په ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون کې د کمطشنرانو په توګه ټاکي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په بيا بيا ويلي چې د دغو کمېسيونونو د کمېشنرانو ګوښه کول غير قانوني کار دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن