ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د الکولي مشروباتو او نشه يي توکو د قاچاق په تور ١١ کسان ونيول شول

د الکولي مشروباتو او نشه يي توکو د قاچاق په تور ١١ کسان ونيول شول

author avatar
16 Nov 2015 - 15:34
د الکولي مشروباتو او نشه يي توکو د قاچاق په تور ١١ کسان ونيول شول
author avatar
16 Nov 2015 - 15:34

کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٤): د مسکراتو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز، د نشه يي توکو او الکولي مشروباتو د قاچاق په تور د يوولسو کسانو د نيولو خبر ورکړ.

هغه خبرپاڼه چې نن د دې مرکز له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې کاږي چې ياد شمېر کسان د وروستۍ يوې  اوونۍ په ترڅ کې  د پوليسو له لوري نيول شوي چې له اړوندو دوسيو سره، د نورو څېړنو لپاره د نشه يي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

سرچينه وايي چې ياد کسان په هرات، بغلان، سمنګان، کندوز او کابل ولايتونو کې نيول شوي او له هغوی ټولټال څه باندې ٤٢٥کيلوګرامه ترياک، ٥٤٤ لېتره الکولي مشروبات، څلور موټر او اووه ګرځنده ټيلېفونونه ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره يوه مياشت کې  د پنځو تنو په ګډون چې نشه يې توکې يې کابل هوايي ډګر ته لېږدول، له بېلابېلو ولايتونو څخه ١٧ کسان نيول شوي دي او دوسيې يې د نشه يي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي دفتر ته استول شوې دي.

د دغه مرکز شمېرې ښيي چې د روان کال لومړيو شپږو مياشتو کې له بېلابېلو ولايتونو څخه  د ١٢ ښځو، د ٢٠عامه خدمتونو کارکوونکو او دوو بهرنيو په ګډون، د ٤١١ کسانو دوسيې، د نشه يي توکو او مسکراتو جرمونو ٣١٩ قضيې، ياد  دفتر ته د عدلي او قضايي تعقيب لپاره استول شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.