ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په ميرويس روغتون کې د ماشومانو د درملنې ځانګړې څانګه جوړېږي

د کندهار په ميرويس روغتون کې د ماشومانو د درملنې ځانګړې څانګه جوړېږي

author avatar
16 Nov 2015 - 19:44
د کندهار په ميرويس روغتون کې د ماشومانو د درملنې ځانګړې څانګه جوړېږي
author avatar
16 Nov 2015 - 19:44

کندهار (پژواک ٢٥ لړم ٩٤): د کندهار ولايت په ميرويس روغتون کې د ماشومانو د درملنې د ځانګړې څانګې لپاره د ودانۍ جوړولو کار پيل شو.

په دې مراسمو کې د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي، د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا، په سوېل کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې استازي کارلوس ماروسن او يو شمېر ډاکټرانو ګډون کړى وو.

ډاکټر همايون عزيزي وويل، د ماشومانو د درملنې د څانګې ودانۍ پر ٣زره متره مربع ځمکه د ٧٨٠زره امريکايي ډالرو په ارزښت د سره صليب د نړيوالې کمېټې له خوا جوړېږي.

هغه زياته کړه، دغه ودانۍ به د ٥٧ خونو په لرلو په يوه وخت د ١٨٠ ماشومانو د بسترولو وړتيا ولري، چې د جوړېدو چارې به يې ټولټال ١٠ مياشتې په بر کې ونيسي.

د يادو شوو مراسمو په لړ کې په دغه روغتون کې د وينې د بانک لپاره جوړه شوې ودانۍ هم پرانيستل شوه، چې دا هم د سره صليب د نړيوالې کمټې په مالي لګښت جوړې شوې وه.

والي په دې اړه وويل، د ميرويس روغتون اړوند د وينې د بانک نوې څانګه د ۱۲زره امريکايي ډالرو په ارزښت د دوو مياشتو په موده کې جوړې شوې، چې ٦ اتاقونه لري.

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل، ميرويس روغتون چې د سوېلي زون په کچه فعاليت لري، دا مهال په کې د کوچنيانو د درملنې لپاره يواځې ۸۰ بستره شته چې هېڅ بسنه نه کوي.

نوموړي دغه راز په دغه روغتون کې د وينې د بانک په پرانيستل کېدو هم خوښي وښودله او ويې ويل، په دې توګه به د ناروغانو او ډاکټرانو هغه ستونزې حل شي چې مخکې ورسره لاس او ګرېوان وو.

په سوېل کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې استازي کارلوس ماروسن  وويل، د هغوى اداره له تېرو ٢١ کلونو راهيسې په افغانستان کې روغتيايي خدمات تر سره کوي.

هغه وويل، يادې شوې ادارې په دې وروستيو کې نوى ګام اخيستى او له تېرو څلورو کلونو راهيسې د روغتيا په برخه کې ساختماني مرستې هم کوي، چې ښه بېلګه يې په ميرويس روغتون کې د ماشومانو د درملنې د څانګې جوړول دي.

نوموړي هيله وښودله چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د ماشومانو د درملنې چارې چټکې شي او په دې برخه کې شته ستونزې به حل شي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.