ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“افغانستان بايد د بادغيس د توره شيخ له لارې له ترکمنستان سره ونښلي”

“افغانستان بايد د بادغيس د توره شيخ له لارې له ترکمنستان سره ونښلي”

author avatar
17 Nov 2015 - 15:50
“افغانستان بايد د بادغيس د توره شيخ له لارې له ترکمنستان سره ونښلي”
author avatar
17 Nov 2015 - 15:50

قلعه نو(پژواک، ٢٦ لړم ٩٤): د بادغيس د ګمرک مديريت په ١٣٨٥کال کې په داسې حال کې رامنځته شوى چې دا ولايت کوم سوداګريز بندر نه لري او د (توره شيخ) بندر جوړولو طرحه هم تر اوسه نه ده عملي شوې.

توره شيخ سيمه په مقر ولسوالۍ کې له ترکمنستان سره په پوله پرته ده. دا سيمه د بادغيس ولايت د مرکز په شاوخوا ٤٥کيلومترۍ کې موقعيت لري.

د دغه ولايت مرکز له توره شيخ سره د خام سړک په وسيله نښلېدلى، خو داسې کوم سړک نشته چې ترکمنستان له بادغيس سره ونښلوي.

د بادغيس د ګمرک امر محمدحنيف مستور پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ګمرک پر ده سربېره څلور کارکوونکي لري، خو دا چې په دې ولايت کې کوم بندر نشته، نو عايد نه لري.

مستور څرګنده کړه چې د دغه ولايت د ګمرک امريت يواځې په ١٣٩٠ کال کې د ٢٥٠ بې نمبر پلېټ موټرو د محصول له درکه چې د هېواد له بېلابېلو بندرونو را وارد شوي وو، دری نيم ميليونه افغانۍ عايد درلودل.

هغه وويل چې د توره شيخ بندر جوړولو خبره په لومړي ځل په ١٣٦٥کال کې د دغه ولايت د چارواکو له خوا اړوند چارواکو ته شوې وه، له هغه وروسته څو ځلې دا وړانديز وشو، خو تر اوسه کوم اقدام نه دى شوى.

د بادغيس ګمرک د امر په خبره، دا په داسې حال کې ده چې د دغه بندر جوړېدل د افغانستان او ترکمنستان تر منځ پر سوداګرۍ ډېر مثبت اغېز لري او په دغه ولايت کې ورسره د سوداګرۍ او کاروبار وضعيت ښه کېدلى شي.

مستور زياته کړه د توره شيخ اوسېدونکو ژمنه کړه چې د دغه بندر د امنيت نيولو په برخه کې به له دولت سره مرسته وکړي.

د يادونې ده، اوسمهال صادرات او واردات د هرات – ترکمنستان پر پوله د تورغونډۍ بندر له لارې روان دي او دولت له دې اړخه هر کال سلګونه ميليونه افغانۍ عايد لري.

ځايي خلک هم په توره شيخ کې د سوداګريز بندر د جوړېدو غوښتونکي دي.

د توره شيخ سيمې يوه قومي مشر حاجي عبدالعزيز له دولته غواړي چې په دې برخه کې ډېر ژر اقدام وکړي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((تېر کال موږ سپين ږيرو د معلوماتو لپاره د بادغيس د ګمرک له مشر سره د ترکمنستان پولې ته سفر درلود، د ترکمنستان سرحدي چارواکي له موږ سره د بندر پرانيستو په برخه کې موافق وو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.