ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست ښار کې چاودنې دريو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

خوست ښار کې چاودنې دريو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
17 Nov 2015 - 14:35
خوست ښار کې چاودنې دريو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
17 Nov 2015 - 14:35

خوست ښار (پژواک، ٢٦ لړم ٩٤): امنيتي چارواکي وايي چې په خوست ښار کې د ماين چاودنې د يوه ملکي وګړي ترڅنګ يو ماين جوړونکی وواژه او يو بل يې ټپي کړ.

د خوست امنيې قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن غرمه مهال په خوست ښار کې عزيزي بانک ته مخامخ د مستريانو د يوه مارکېټ په دويم پوړ کې شوې ده.

نوموړي وويل، دوه تنه چې ګومان کېږي ماين يې چمتو کاوو، خپل ماين پرې چاودلی، يو کس يې وژلی او دويم هغه يې ډېر سخت ژوبل دی.

هغه زياته کړه: ((يو تن ملکي کس چې لاندې پر سړک روان و، د دغه ماين د چاودنې په پايله کې يې يوه پارچه په سر خوړلې او ځای پر ځای وژل شوی دی.))

د پېښې يو عيني شاهد محمدنبي پژواک اژانس ته وويل، چاودنه زوروره وه چې په پايله کې يې د يادې مرګ ژوبلې تر څنګ د ماين جوړوونکو خونه هم تخريب کړې ده.

نوموړي زياته کړه، داسې ښکاريدل، چې په کوټه کې دوه کسان وژل شوي، خو ويې ويل چې د يوه ملکي وګړي له وژل کېدو پرته د چاودنې له امله نورو ښاريانو ته زيان نه دی اوښتی.

تر اوسه د دې بمي چاودنې په اړه د حکومت وسله والو مخالفينو په ځانګړي ډول وسله والو طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.