ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د” سپين غر زمريان ” وستايل شول

د” سپين غر زمريان ” وستايل شول

author avatar
17 Nov 2015 - 11:29
د” سپين غر زمريان ” وستايل شول
author avatar
17 Nov 2015 - 11:29

جلال اباد (پژواک، ٢٦ لړم ٩٤ ) : د کرکټ د ملي سياليو اتله لوبډله " سپين غر زمريان " د ننګرهار د والي سليم خان کندوزي او نورو ځايي چارواکو له خوا د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شوه.

د ختيځ زون د سپين غر زمريانو لوبډلې تېره اوونۍ په کابل کې د کرکټ د تر ټولو لويو ملي سياليو (شپـږيزه) د دويم ځل لپاره اتلولي خپله کړه .

د ننګرهار د ولايت مقام له خوا پرون مازيګر ناوخته په قصر کې د يادې لوبډلې په وياړ غونډه جوړه شوې وه، چې د يادې لوبـډلې د ستايلو ترڅنګ جايزې هم ورکړل شوې.

د ننګرهار والي پر يادې بريا د ختيځ زون ټولو ولسونو ، د کرکټ لوبغاړو او مينه والو ته د دغې بريا مبارکي وويله .

هغه زياته کړه چې تر دې  مخکې ددې زون لوبډلو د فوټبال او سوک وهنو ملي سياليو اتلولي هم خپله کړې  او لومړي مقامونه يې ګټلي دي.

والي ژمنه وکړه چې د ننګرهار ولايت په ځانګړي ډول په مرکز جلال اباد کې د کرکټ د پرمختګ لپاره به هر ډول مرسته ترسره کړي .

د نوموړي په وينا، د کرکټ لوبغاړو لپاره به په مناسبو ځايونو کې د کرکټ لوبغالو او اکاډميو جوړېدو په موخه د ځمکې پيدا کېدو هڅه وکړي،ترڅو هغه لوبغاړي چې نورو سيمو ته د لوبو او تمريمنونو په موخه ځي، همدلته اسانتياوې برابرې شي .

د ختيځ زون د کرکټ بورډ مشر بختيار ساحل د ننګرهار له والي او ځايي چارواکو مننه وکړه، چې تل يې د دوى ملاتړ او مرسته کړې ده.

هغه له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال وويل چې داځل دوى د شپږيزې سياليو لپاره له پيل څخه منظم پلان نيولى و او هر يوه لوبغاړي په دې اتلولۍ کې خپله ونډه لرله.

ساحل وويل چې تر دې مخکې د شپـږيزې لومړۍ سيالۍ چې دوه کاله مخکې ترسره شوې وې هم  د دې زون لوبـډلې اتلولي خپله کړې ده.

د دغې لوبډلې روزونکي او د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي هستي ګل عابد د دغو  برياوو لامل د لوبغاړو زيار او هلې ځلې وبللې.

د ننګرهار والي د دغې ليدنې په پای کې لوبغاړو ته نغدي انعامونه او ډالۍ هم ورکړې .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.