ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اولمپيک کمېټه کې د دوو موازي مشرانو ستونزه هواره شوه

د اولمپيک کمېټه کې د دوو موازي مشرانو ستونزه هواره شوه

author avatar
18 Nov 2015 - 20:15
د اولمپيک کمېټه کې د دوو موازي مشرانو ستونزه هواره شوه
author avatar
18 Nov 2015 - 20:15

کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٤): د ولسمشر له لوري موظف پلاوي، فهيم هاشمي د اولمپيک ملي کمېټې مشر په توګه پېژندلى دى؛ خو د ظاهر اغبر مرستيال دا کار د ورزش په چارو کې د ولسمشر لاسوهنه بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرکال په غويي مياشت کې، فهيم هاشمي د فدراسيونونو د مشرانو، د بدني روزنې رياست او د ولسي جرګې د استازو په شتون کې، د څلورکلنې دورې لپاره د اولمپيک ملي کمېټې مشر وټاکل شو.

خو د روان کال په وږي مياشت کې پر هاشمي د فساد او کمزورۍ له تورنو څخه وروسته، نورې ټاکنې ترسره شوې او ظاهر اغبر چې پخوا يې هم د اولمپيک ملي کمېټې مشر په توګه دنده ترسره کړې وه، دې څوکۍ ته غوره شو.

د اولمپيک ملي کمېټې مرستيال جاوېد دلاور د نننۍ غونډې په ترڅ کې په کابل کې وويل، د جمهوري رياست د څېړنو په پايله کې چې  تازه يې پاى ته رسولې دي، فهيم هاشمي يې د اولمپيک ملي کمېټې د مشر په توګه معرفي کړى او ويلي يي دي، چې اغبر د پلاوي څېړنو په اړه د څارنوالانو ځواب ورکولو ته حاضر نه شو.

نوموړي، ظاهر اغبر د موازي ادارې په رامنځ ته کولو تورن کړ او زياته يې کړه، چې د پلاوي د څېړنو پايلې يې ولسمشرۍ ته سپارلې دي.

د لاور زياته کړه: "په لومړي سر کې مو ويل چې حق زموږ دى؛ خو چا زموږ غږ وانه ورېد؛ دا مهال پلاوي د اغبر له لوري رامنځ ته شوې اداره، موازي اداره وبلله."

نوموړي وويل چې يو شمېر کسان هڅه کوي، څو د زور او ګواښ له لارې واک ته ورسېږي؛ خو دا د حکومت دنده ده چې د دې ډول زورواکو مخه ونيسي.

د اولمپيک ملي کمېټې له جمهوري رياست څخه غوښتنه وکړه، چې له دې وروسته هېچا ته اجازه ور نه کړي، چې د ورزش او ورزشکارانو په حق کې خيانت وکړي؛ د مخالفت پرځاى دې پرېږدي چې ورزشکاران ډېر وياړونه راوړي او د هېواد او نړۍ په کچه د هېواد نوم لوړ کړي.

د اولمپيک ملي کمېټې د اجرايي بورډ غړي عبدالمحسن احمدي هم وويل، يو شمېر کسانو د اولمپيک ملي کمېټې په وړاندې بغاوت کړى وو، چې د جمهوري رياست پلاوي له لوري غيرقانوني وګڼل شول.

نوموړي ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ، څو هېچاته اجازه نه ورکوي چې د ورزشکارانو په برخليک لوبې وکړي او هغوى له خپلو حقونو څخه بې برخې کړي.

د جمهوري رياست د ګومارل شوي پلاوي د راپور په هغې کاپۍ کې چې پژواک خبري اژانس ته هم را رسېدلې، راغلي چې فهيم هاشمي د رايو ورکولو له شرايطو سره برابر د ټولو عمومي فداراسيونونو په غونډه کې د اولمپيک ملي کمېټې رييس په توګه معرفي شو او د قانوني پروژې تر پاى پورې په اصولي ډول د دې ادارې رييس پېژندل کېږي.

په راپورکې زياته شوې، ظاهر اغبر د خپل ټيم په ګډون د موجه دلايلو د نه شتون له امله، موظف پلاوي ته حاضر نه شو، نو ځکه دا خوځښت او اقدام د ارزونې وړ نه دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.