ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنيز نظام د اصلاح کمېسيون د ټاکنيزو جرمونو پر تعريف کار کوي

د ټاکنيز نظام د اصلاح کمېسيون د ټاکنيزو جرمونو پر تعريف کار کوي

author avatar
18 Nov 2015 - 18:36
د ټاکنيز نظام د اصلاح کمېسيون د ټاکنيزو جرمونو پر تعريف کار کوي
author avatar
18 Nov 2015 - 18:36

کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٤): د ټاکنيز نظام د اصلاح کمېسيون، د درغليو تفکيک او له ټاکنيزو جرايمو څخه يې کوچنۍ ټاکنيزې سرغړونې يوه مهمه موضوع بللې او وايي، چې د جرمونو او ټاکنيزو مجازاتو په تشخيص کېدو سره به ټاکنيز مجرمين محاکمه او مجازات شي.

د ټاکنيز نظام د اصلاح کمېسيون مشر شاه سلطان عاکفي دغه مطلب نن په کابل کې د "ټاکنيزو اصلاحاتو سيمينار" کې چې د ملي شورا او پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو يو شمېر غړو په کې ګډون درلود، څرګند کړ.

هغه وويل چې په  ټاکنو کې د روڼتيا د رامنځته کېدو، له سرغړونو او درغليو مخنيوى او له سرغړوونکو او درغلي کوونکو سره قانوني چلند؛ د ټاکنيز نظام اصلاح کمېسيون له قاضيانو او څارنوالو سره په همکارۍ د ټاکنيزو جزايي مويداتو پر وضع کولو کار کوي.

عاکفي څرګنده کړه چې د مويداتو (د جرايمو او مجازاتو تعريف) په وضع کولو سره به له ټاکنيزو سرغړوونکو پوښتنه او مجازات کېږي.

نوموړي زياته کړه چې خلکو په تېرو ټاکنو کې همېشه له ټاکنيزو سرغړونو، د درغليو له موجوديت او په ټاکنو کې له نيمګړتياوو شکايت درلود، خو کوم مجرم د محاکمې مېز ته کش نه کړل شو.

هغه وويل: "په ظاهره توګه ويل کېږي چې د افغانستان په قوانينو کې په دې اړه جزايي مويدات شتون نه درلود او ټاکنيز جرايم نه و تعريف شوي، نو له دې امله داسې کوم کار نه دى ترسره شوى."

نوموړي د نورو ټاکنيزو مسايلو په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل چې د رايه ورکوونکو د نوملړ نه شتون؛ په ټاکنو کې د درغليو له چينو ياديږي.

د ټاکنيز نظام د اصلاح کمېسيون مشر څرګنده کړه چې د حقوق پوهانو، د عالمانو شورا، په ټاکنو کې د پوهو کسانو او يو شمېر نورو کسانو د څرګندونو پر بنسټ، د ولسمشر، د هغه د مرستيالانو او د ولسي جرګې د غړيتوب لپاره د تحصيلي شرايطو وضع کول يو الزامي او اړين کار دى.

دا په داسې حال کې ده چې په قانون کې د ولسمشرۍ نوماندانو، د ولسمشر د مرستيالانو او ولسي جرګې د غړو لپاره د تعليم کچه نه ده څرګنده شوې.

عاکفي وويل، يو شمېر حقوقپوهان هم وايي چې د ولسمشرۍ نوماندانو، د ولسمشرۍ مرستيالانو او د ولسي جرګې د غړو لپاره د تحصيلي شرايطو وضع کول مهم نه دي.

هغه څرګنده کړه چې اوسمهال د دې موضوع په اړه خبرې اترې روانې دي.

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ په يوه پنځه کلنۍ دوره کې په بېلابېلو پړاوونو کې اووه ځلې ټاکنې ترسره کېږي، چې دغه هر ځل ټاکنې پر افغان دولت ١٥٠ ميليونه ډالره لګښت راولي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.