ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز جګړو د شېرخان بندر عوايدو ته سخت زيان اړولى

د کندوز جګړو د شېرخان بندر عوايدو ته سخت زيان اړولى

author avatar
18 Nov 2015 - 13:01
د کندوز جګړو د شېرخان بندر عوايدو ته سخت زيان اړولى
author avatar
18 Nov 2015 - 13:01

کندوز (پژواک، ٢٨ لړم ٩٤): د طالبانو له خوا د کندوز ښار نيول کېدو د نورو زيانونو تر څنګ د شېر خان بندر پر عوايدو هم منفي اغېز کړى او په سوداګريزو چارو کې د پام وړ کمښت راغلى دى.

شېرخان بندر د هېواد له مهمو ترانزيټي بندرونو دى چې له تاجکستان سره په پوله موقعيت لري. ملي او نړيوال سوداګر د دغه بندر له لارې خپل سوداګريز مالونه له منځنۍ اسيا، منځي ختيځ، مرکزي اسيا او خليج فارس نه افغانستان ته واردوي.

د شېر خان بندر د ګمرک مشر شهاب الدين باور وايي چې د کندوز ښار له سقوط وروسته په دې برخه کې د صادراتو او وارداتو بهير درېدلى او تر څنګ يې د افغانستان او تاجکستان په پوله کې د دوستۍ پول د تاجکستان د پوله ساتونکو له خوا د يوې اوونۍ لاره د موانعو په وسيله بند شوى چې د کندوز د وضعيت له ښه کېدو سره بېرته پرانيستل شو.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې شېر خان بندر د طالبانو له خوا د کندوز ښار د نيولو او يوې مياشتې ستونزو په ترڅ کې صادرات او واردات نه لرل، خو په وروستيو اونيو کې وضعيت يو څه ښه شوى دى.

وسله والو طالبانو کندوز ښار د تلې په شپږمه نېټه ونيو او له دريو ورځو وروسته بېرته د دولت واک ته ورغى.

د شېر خان بندر د ګمرک مشر وايي چې د کندوز ښار له جګړې وړاندې يې هره ورځ سل بستې صادرات او همدومره واردات لرل، خو اوسمهال دا شمېر ١٥ بستې صادراتو او دوې بستې وارداتو ته را کم شوی دی.

باور د تلې مياشتې عوايد اته ميليونه او ٤٠٠ زره افغانۍ وبلل  او وويل چې د کندوز ښار له سقوط وړاندې يې هره مياشت تر ٦٥ ميليونه افغانيو پورې عوايد لرل، خو دې پېښې پر سوداګريزو چارو دروند ګوزار کړى دى.

د ګمرک مشر نا امني، د پاکستان د وارداتي توکو د ګمرکي تعارفې لوړېدل او په شېرخان بندر کې د سوداګرو له خوا د فعاليتونو د دوام لپاره زړه مات والى  د دغه کمښت لامل وباله او ويې ويل: ((که چېرې وضعيت همداسې دوام وکړي، نو ټول سوداګر به د هېواد نورو بندرونو ته مخه کړي او خپل فعاليتونه به هلته تنظيم کړي.))

هغه پر دې سربېره هم وويل، ټاکل شوې چې د لړم مياشتې تر پايه پورې ٥٠ ميليونه افغانۍ عايد ولري.

سوداګر هم وايي چې اکثره سوداګر د کندوز ښار د سقوط پرمهال له ګڼو ستونزو او زيانونو سره مخ شوي دي.

د عبدالعلي په نوم يو سوداګر چې له پنځو کلونو راهيسې د نړۍ له سترو کمپنيو څخه د شېر خان بندر له لارې د نارينه او ښځينه جامو پر صادراتو او وارداتو بوخت دى، وايي چې اوسمهال په کندوز کې د پخوا په څېر پېر او پلور نشته، نو ځکه يې خپل فعاليتونه درولي دي.

هغه وويل، د نورو سوداګرو په څېر پر دولت هېڅ باور نه لري، تر هغو چې حکومت د کندوز د بشپړ امنيت نيولو لپاره تصميم ونه نيسي او سوداګريز کارونه خوندي نه شي، دوى به سوداګرۍ ته زړه ښه نه کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.