ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي له هندي چارواکو سره پر سياسي او کرکټي همکاريو خبرې وکړې

کرزي له هندي چارواکو سره پر سياسي او کرکټي همکاريو خبرې وکړې

author avatar
18 Nov 2015 - 11:26
کرزي له هندي چارواکو سره پر سياسي او کرکټي همکاريو خبرې وکړې
author avatar
18 Nov 2015 - 11:26

کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٤): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت کرزي نوي ډيلي ته د سفر پر مهال د هندوستان له بېلابېلو چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پياوړتيا خبرې کړې دي.

هندي رسنيو د لړم په ٢٧مه خبر ورکړى چې حکمت کرزي پرون په نوي ډيلي کې د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال اېس جاىشنکر سره وليدل.

سرچينې زياته کړې چې دوى د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سياسي اړيکو پياوړي کولو تر څنګ د نظامي او دفاعي اړيکو پر پياوړي هم خبرې وکړې.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د هندوستان د هغو مرستو يادونه کړې چې د افغانستان په بيارغونه او د دغه هېواد له امنيتي ځواکونو سره يې کړې دي او د دې مرستو د دوام ډاډ يې ورکړی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه راز دوى د افغان ملي ځواکونو پر روزنې سربېره له دغو ځواکونو سره د هندوستان پر نوو همکاريو هم خبرې کړې دي.

حکمت کرزي دغه راز په نوي ډيلي کې د هندوستان د کرکټ ادارې (بي سي سي اى) له سکرتر جنرال او نورو مشرانو سره هم خبرې کړې دي.

د هندوستان د کرکټ ادارې سکرتر جنرال انوراګ ټاکور په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي چې له افغان مرستيال وزير سره يې ګټورې خبرې کړې دي.

هغه زياته کړه چې له نوموړي سره يې د دواړو هېوادونو د کرکټي اړيکو په اړه هم خبرې کړې او زياته کړې يې ده چې دوى له افغانستان سره اړيکو ته ډېر اهميت ورکوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير مرستيال په داسې حال کې هندوستان ته سفر کړى چې تر دې مخکې تېره اونۍ د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر هم هندوستان ته سفر درلود او له هندي چارواکو سره يې د افغانستان د نظامي او دفاعي همکاريو پر زياتوالي خبرې کړې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.