ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حمید حسن : ډیر ژر به عادي لوبې پیل کړم

حمید حسن : ډیر ژر به عادي لوبې پیل کړم

author avatar
19 Nov 2015 - 18:17
حمید حسن : ډیر ژر به عادي لوبې پیل کړم
author avatar
19 Nov 2015 - 18:17

کندهار (پژواک، ٢٨ لړم ٩٤): د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکى حميد حسن وايي، تر درملنې وروسته يې اوس روغتيا ښه شوې او ډېر ژر به بېرته په عادي توګه لوبې پيل کړي.

حميد حسن، دغه څرګندونې کندهار ته د خپل سفر پر مهال له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

نوموړي د خپلې روغتيا په اړه بشپړ ډاډ څرګند کړ او ويې ويل، د درملنې له بشپړېدو وروسته يې له تېرو څو ورځو راهيسې خپل تمرينات بېرته پيل کړي او چمتووالى نيسي چې يو ځل بيا له ملي لوبډلې سره يو ځاى شي.

تېز توپ اچوونکى حميد حسن، څه موده وړاندې د لوبې پر مهال خوږ شوى او په پښه کې يې ستونزه پيدا شوې وه، چې وروسته ورته ډاکټرانو د ارام کولو ويلي وو او څه موده له لوبډلې لرې و.

هغه چې اوس ښه شوى، وايي: ((اوس ډېر ښه يم، څو ورځې وړاندې مې د توپ اچونې تمرينات هم پيل کړل، د تېر په پرتله مې ډېر فرق کړى، زه چمتووالى نيسم چې د اسيا کپ او نړيوال شل اوريز جام په سياليو کې ولوبېږم او د تېر په څېر د خپل هېواد نوم وځلوم.))

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې په ملي لوبډله کې کوم لوبغاړى د هغه په شان تېز توپ اچونه کولاى شي او يا دى ورته ډېرې هيلې لري، وويل، د کرکټ په ١٧ او ١٩ کلنو ټيمونو کې ډېر ځوان لوبغاړي شته، چې په راتلونکي کې نه يواځې د هغه، بلکې د ملي لوبډلې د نورو تکړه لوبغاړو ځايونه ډکولاى شي.

هغه زياته کړه، د کرکټ د ملي لوبډلې وروستيو برياوو ته په کتو، افغانستان د کرکټ په نړۍ کې خپل ځانګړى ځاى جوړوي او ورځ تر بلې پرمختګ کوي.

حسن د ملي لوبډلې لپاره د نوي کوچ (انضمام الحق) د ګومارلو په اړه وويل، د هغه له راتلو سره د کرکټ په ملي لوبډله کې ښه والى راغلى او د پخوا په پرتله بېټينګ ډېر ښه شوى دى.

هغه زياته کړه: ((ما لا تر اوسه له هغه سره ګډ کار او تمرين نه دى کړى، خو ملګرو مې راته ويلي چې هغه له لوبغاړو سره ډېر زيار باسي او هڅه کوي، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نه يواځې په راتلونکو لوبو کې ښه وځلېږي، بلکې د کرکټ په لومړۍ درجې د لوبډلو په کتار کې راشي.))

دى وايي، د لوبغاړو هڅه هم دا ده چې د انضمام له شتون څخه پوره ګټه پورته کړي او له هغه څخه ډېره زده کړه وکړي.

حميد حسن چې دا يې کندهار ته دويم سفر دى، وويل په دې ولايت کې د امنيت او ثبات له پلوه د تېر په پرتله ډېر بدلون راغلى دى.

د ده په خبره، په کندهار ښار کې په ډېره عادي توګه وګرځېد او خلکو دومره مينه ورکړې، چې هېڅکله به يې هېره نه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.