کابل، ٢٨ عقرب ١٣٩٤: د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د لړم د میاشتې په ۲۸ مه په داسې حال کې چې د افغانستان له پاره د سویډن هیواد سفیر ښاغلي اندریس سجوبرګ او نورو چارواکو هم حضور درلود، د سویډن هیواد د نړیوالو پراختیایي مرستو له وزیرې آغلې اسبیلا لیون سره په ارګ کې وکتل. دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې د پروسې، سوداګرۍ، اقتصادي پرمختګ او نورو برخو باندې بحث او خبرې وکړې. په یاده لیدنه کې د خصوصي سکتور د ودې او د جندر په مسایلو هم خبرې وشوې.
د مالیې وزیر په افغانستان کې د سولې، ثبات، اقتصادي ودې او د تجارت په برخو کې د پرمختګونو په اړه د سویډن وزیرې ته معلومات ورکړل. نوموړي زیاته کړه چې موږ به د اصلاحاتو د پالیسۍ او یو شمیر لاسته راوړنو سره د وارسا او بروسلز په کنفرانسونو کې ګډون وکړو. حکیمي وویل چې موږ د ټاپي او کاسا په شان په لویو پروژو باندې کار کوو چې د سیمې په اقتصادي ثبات کې به ډیرې اغیرمنې تمامې شي.
د سویډن د پراختیایي سکتور وزیرې له افغانستان سره د سویډن په مرستو باندې رڼا واچوله او د مالیې وزیر ته یې ډاډ ورکړ چې سویډن به له افغانستان سره خپلومرستو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان او سویډن د دوستۍ ۷۵ یمه کلیزه په کابل کې ونمانځل شوه چې د دواړو هیوادونو لوړپوړو چارواکو پکې ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست
اجمل حمید عبدالرحیمزی د مالیې وزارت ویاند او د اطلاتو او عامه پوهاوي رئیس
د اړیکو شمیرې:0729994111 0202103620
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن