ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني قزاقستان ته روان شو

ولسمشر غني قزاقستان ته روان شو

author avatar
19 Nov 2015 - 19:07
ولسمشر غني قزاقستان ته روان شو
author avatar
19 Nov 2015 - 19:07

کابل (پژواک ٢٨ لړم ٩٤): ولسمشر اشرف غني د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني رسمي سفر، نن د قزاقستان په لور روان شو.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محمداشرف غني د قزاقستان د ولسمشر نور سلطان نظربایوف په رسمي بلنه، نن  ماښام د ياد هېواد د پلازمېنې استانې په لور وخوځېد.

سرچينه کاږي، ولسمشر به په دې دوه ورځني سفر کې د قزاقستان له ولسمشر او لومړي وزیر سره پر کتنو سربېره، د افغانستان او قزاقستان  له ځينو سوداګرو او پانګه والو وګوري.

سرچينه زياتوي، نوموړى به همدارنګه په قزاقستان کې له افغان محصلینو سره وویني  او په نظربایوف پوهنتون کې به وینا هم وکړي.

د خبرپاڼې په حواله، په پام کې ده، چې افغانستان او قزاقستان له اداری فساد سره د مبارزې، د حکومتوالۍ او ډیپلوماسۍ او د غنمو د پېرېدلو درې سندونه هم لاسلیک کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، له ولسمشر سره په دې سفر کې  د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني، د ملي امنیت عمومي ريیس انجنير رحمت الله نبیل، د ولسمشر اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال، د منځنۍ اسیا په چارو کې د ولسمشر سلاکار شاکر کارګر، پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزیر انجنير ویس احمد برمک او د چارو د ادارې لوی ريیس عبدالسلام رحیمي ملګرتیا کوي.

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.